د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ملګري ملتونه: د مرستو کمښت افغان ښځې او نجونې له لا ډېرو خطرونو سره مخ کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې کمېدل او د ښځو او نجونو لپاره د حمایوي خدمتونو د مرکزونو تړل کېدل، د جنسیتي تاوتریخوالي خطر زیاتوي. دغه سازمان له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ بنسټونو ته مالي ملاتړ پراخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت کړې دي. د هغې اعلامیه یوناما خپره کړې ده.

فرګوسن ویلي چې اقتصادي ستونزې، د چاپېریال ناڅاپي بدلونونه او پرله‌پسې بشري ناورینونه، له ښځو سره د حقونو او ازادیو په برخه کې د زیاتېدونکو محدودیتونو سره یوځای شوي دي. د هغې په وینا، له همدې امله د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي احتمال لوړ شوی او په ورته وخت کې هغه خدمتونه هم کمېږي چې دوی ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، یا اوچا، د معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره له ۱۹۳ ډېر خدمت‌مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي دي. د دغو مرکزونو تړل کېدو له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

د ښځو ادارې د افغانستان په کچه د ښځو په مشرۍ د ۷۴ بنسټونو سروې کړې ده. پایلې ښيي چې نږدې درې پر څلور برخې دغو بنسټونو په ۲۰۲۵ کال کې خپلې مالي مرستې له لاسه ورکړې یا یې کچه کمه شوې ده. تر نیمایي ډېرو بنسټونو اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د ملاتړ پروګرامونه محدود کړي.

د سروې له مخې، د مالي ستونزو له دوام سره نیمایي بنسټونه اټکل کوي چې د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به خپل فعالیتونه ودروي یا په بشپړ ډول وتړل شي. ملګري ملتونه وايي، د دغو ادارو احتمالي تړل کېدل ښايي شاوخوا ۴۲۷ زره ښځې له ضروري حمایوي خدمتونو بې‌برخې کړي. فرګوسن ټینګار کړی چې ښځې په مشرۍ ادارې خوندي ځایونه، رواني مشورې، مسلکي روزنه او نور مهم خدمتونه وړاندې کوي او د ښځو لپاره د ښځو له خوا د دغو خدمتونو بدیل نشته.

دا وضعیت په داسې حال کې دی چې پر ښځو د کار، زده‌کړو او تګ راتګ محدودیتونو هم د ملاتړ او خوندیتوب خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی دی. یوناما په یوه جلا راپور کې ویلي چې افغان ښځې د نارینه‌وو په پرتله نږدې څلور برابره لږ چانس لري چې رسمي عدلي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي؛ یوازې ۱۴ سلنه ښځینه ګډونوالو د شخړو د هواري رسمي خدمتونو ته د لاسرسي خبره کړې، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو کچه ۵۳ سلنه وه.

فرګوسن له دولتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ بنسټونو کې پانګونه زیاته کړي. د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې روان ۱۶ ورځنی کمپاین د نومبر له ۲۵مې تر ډسمبر ۱۰مې پورې دوام کوي او د سږني کمپاین شعار یې «یو موټی او پر خپل دریځ ټینګ: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ درېدل» دی.