فرانسه په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د تعریف ملاتړ کوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وايي، هېواد یې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د تعریف او د دې چارې د مسؤلینو د مجازات لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
بارو د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، له «ټياېفیو» تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د دغه جرم په رسمیت پېژندل به د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره حقوقي زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک محدودیتونه پلي کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو له زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو څخه د محرومېدو یادونه وکړه. د هغه په وینا، د «جنسیتي اپارتاید» د جرم لپاره د یوه روښانه حقوقي تعریف رامنځته کول به د تبعیضي او محدودوونکو سیاستونو د عاملانو پر وړاندې د اقدام امکان زیات کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هسپانوي چارواکو هم تر دې مخکې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د جنسیتي اپارتاید د جرم په توګه د پېژندلو له هڅو ملاتړ څرګند کړی و. دغه اصطلاح لا هم د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه رسمي جرم په توګه نه ده ثبت شوې، خو ملاتړي یې باور لري چې د حکومتونو زیاتېدونکی ملاتړ کولای شي د ورته حقوقي چوکاټ د جوړېدو هڅې پیاوړې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت» مسؤل دي او د دوی کړنې یې غندلې دي. طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر کار او په نورو ټولنیزو برخو کې پر مشارکت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمېر ادارې دغه سیاستونه د جنسیت پر بنسټ تبعیض او اپارتاید بولي. طالبان بیا وايي چې ښځو ته د شریعت او افغان کلتور له مخې حقوق ورکوي او د ښځو اړوند محدودیتونه د افغانستان داخلي موضوع ده.