په پاکستان کې د افغانانو نږدې دوه زره باروړونکي موټر بند پاتې دي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنه وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو له امله د افغانانو نږدې دوه زره باروړونکي موټر په دغه هېواد کې بند پاتې دي. د ټولنې په وینا، له دې ډلې تر سلو ډېرې لارۍ د خپلو مالکانو او چلوونکو له جبري ایستل کېدو وروسته په پارکېنګونو او سرایونو کې بې برخلیکه ولاړې دي.
د موټرو مالکانو او چلوونکو ویلي، د ویزو د اعتبار پای ته رسېدل او د پاکستان له خوا د ویزو نه تمدید دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، د نیول کېدو او جبري ایستل کېدو له وېرې سره سره، د بار وړلو چارې هم په پراخه کچه درېدلې دي.
د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د لسګونو ټېلري موټرو چلوونکو او مالکانو د پولیسو له چلند شکایت وکړ. دوی ادعا وکړه چې پولیس یې بې دلیله دروي، ځوروي او په ځینو مواردو کې یې تاڼو ته وړي. په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ځینو چلوونکو خپل ویزې او د اوسېدو اسناد هم ښودلي دي.
د باروړونکي موټر مالک او د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنې غړي اکرام خان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د چلوونکو د بېرته ستنېدو لپاره د مناسب شرایطو تر برابرېدو پورې دې له نیولو او ځورولو ډډه وکړي. نوموړي ویلي، د یوه موټر چلوونکی او کلینر دواړه ویزې لري او مالکانو د هر موټر لپاره د ویزو، ترافیکي پارچو او نورو لګښتونو په بدل کې د پام وړ پیسې ورکړې دي.
خان ادعا کړې چې د قانوني اسنادو او ترافیکي جوازونو له لرلو سره سره، پولیس ځینې چلوونکي له موټرو ښکته کوي او تاڼو ته یې وړي. نوموړي له پاکستاني حکومت غوښتي چې د دوی شکایتونه واوري او هغه چلند ودروي چې د ده په وینا، د افغان موټر خاوندانو او چلوونکو لپاره یې ستونزې زیاتې کړې دي.
د ټولنې د معلوماتو له مخې، پخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو له ۱۲ زرو ډېر باروړونکي موټر فعال وو، خو په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې نږدې ۱۰ زره موټر افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو موټرو ځینې د تګ راتګ جوازونه یا روډ پاسونه لري، خو یو شمېر نور یې پاکستاني اسناد لري او له رسمي اجازې پرته د سرحدي لارو د تېرېدو اجازه نه لري.
د ټولنې بل غړي حاجي عبدالحکیم ویلي، د بندري لارو تړل کېدو او د ترانسپورټ د درېدلو له امله افغان موټر خاوندان له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ دي. د ټولنې په باور، د پاتې لاریو د بېرته ستنولو تر ټولو عملي لاره دا ده چې د افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو کورني توکي پرې ولېږدول شي؛ دوی وايي، تر اوسه په همدې ډول زرګونه لارۍ افغانستان ته انتقال شوې دي.