د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د دفاع وزارت مشرتابه د پوځ د همغږۍ او چمتووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

افغان اتلان · پښتو
د دفاع وزارت مشرتابه د پوځ د همغږۍ او چمتووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سیمه‌ییزو قول‌اردوګانو، ریاستونو او مرکزي قطعاتو د مسوولینو په ګډون یې د امنیتي او مشورتي موضوعاتو په اړه غونډه کړې ده. د وزارت په وینا، د غونډې موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د نظم او ډسپلین ټینګښت او د امرونو د اطاعت ښه کول وو.

دفاع وزارت په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي چې دا غونډه د دغه وزارت د وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ جوړه شوې وه. په ناسته کې د وزارت مرستیالانو، د بېلابېلو ریاستونو رییسانو، د سیمه‌ییزو قول‌اردوګانو قوماندانانو او د مرکزي قطعاتو مسوولینو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، د قطعاتو او جزوتامونو مسوولینو د خپلو کاري فعالیتونو په اړه راپورونه وړاندې کړي او خپلې ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې یې د دفاع وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې دي. وزارت وايي، د دغو څرګندونو له اورېدو وروسته د چارو د ښه والي او ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وشوې.

مولوي محمدیعقوب مجاهد او د دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا حمیدالله آخندزاده له پوځي مسوولینو غوښتي چې خپلې چارې د اسلامي نظام د اصولو، پوځي نظم، اطاعت او مسوولیت‌پالنې پر بنسټ پر مخ یوسي. هغوی ټینګار کړی چې د خپلو منسوبینو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي او د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره دې لا ډېر کار وشي.

دفاع وزارت زیاتوي چې په غونډه کې د ځواکونو د چمتووالي او د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا پر اړتیا هم خبرې وشوې. د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د قطعاتو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، د دندو د سم ترسره کولو، د پوځي اصولو د رعایت او د چارو د منظمولو غوښتنه وکړه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې د اسلامي اردو د پیاوړتیا، ودې او پرمختګ لپاره یو شمېر مهمې پرېکړې هم وشوې؛ خو د دغو پرېکړو جزئیات په خبرپاڼه کې نه دي بیان شوي.