د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په نوي ډیلي کې افغان سوداګر: د لېږد لوړې بیې مو د بازار سیالي کمزورې کړې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

یو شمېر افغان سوداګرو په نوي ډیلي کې د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د وچې مېوې، زعفرانو، غالیو او نورو افغان محصولاتو د معرفي کولو لپاره غرفې جوړې کړې دي. سوداګر وايي، هندي پېرېدونکي د افغانستان له محصولاتو سره لېوالتیا لري، خو د توکو د لېږد لوړ لګښتونه د دې سبب شوي چې افغان محصولات په دغه بازار کې له سختې سیالۍ سره مخ شي.

حاجي شاه اغا، چې په نندارتون کې د افغان محصولاتو په غرفه کې کار کوي، وویل چې بادام، جلغوزي، ممیز، زعفران، د بادامو تېل، اینجه، انځر، چهارمغز، کښته او توتان یې نندارې ته وړاندې کړي دي. د هغه په وینا، یو شمېر محصولات یې پلورلي، خو تر اوسه یې له پېرېدونکو سره کوم لوی سوداګریز قرارداد نه دی لاسلیک کړی.

شاه اغا وویل، افغان محصولات په هند کې ښه نوم لري او دغه هېواد د افغانستان د صادراتو لپاره د پام وړ بازار جوړېدای شي. خو هغه زیاته کړه چې د هوا له لارې د هر کیلوګرام توکو د انتقال لپاره شاوخوا یو ډالر او ۵۵ سنټه ورکوي؛ هغه لګښت چې د محصولاتو وروستۍ بیې لوړې او د پلور امکان محدودوي. د نوموړي په باور، که د ځمکني ترانسپورټ زمینه برابره شي، د انتقال بیه به راټیټه او د افغان توکو خرڅلاو به زیات شي.

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د هند نړیوال سوداګریز نندارتون د نومبر له ۱۴مې تر ۲۷مې دوام کوي او افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې دی چې په کې غرفې لري. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا ویلي چې افغان وچې مېوې، غالۍ، بانکي خدمتونه او نور محصولات په ۶۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، افغان پلاوي له هندي چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، نویو بازارونو ته د لاسرسي، د انتقال د لګښتونو د کمولو، بانکي ستونزو او سوداګریزو ویزو په اړه خبرې کړې دي. افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او نړیوالو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د رسولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر ترانزیټي لارو تکیه کوي. د افغانستان او پاکستان د اړیکو وروستیو ترینګلتیاوو او د ګډو لارو تړل کېدو هم هند ته د افغان توکو دودیز لېږد اغېزمن کړی دی.

په نندارتون کې یوه افغان ګډونوال، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې افغان سوداګرې ښځې په دغه پروګرام کې حضور نه لري. په کابل کې د غالیو یوې سوداګرې ښځې هم ویلي چې اوسني محدودیتونه نړیوالو نندارتونونو او بهرنیو بازارونو ته د ښځو لاسرسی کموي او د هغوی د تولیداتو د مناسب پلور مخه نیسي. اقتصادي شنونکي باور لري چې نندارتونونه د صادراتو د بازارموندنې لپاره ګټور دي، خو د بانکي خدمتونو نشتوالی، د لېږد لوړې بیې، اقتصادي بې‌ثباتي او د دوامدارې سوداګریزې تګلارې نشتون لا هم د صادراتو پر وړاندې اساسي خنډونه دي.