د کاپ ۳۱ غونډه د فوسیلي سونتوکو پر اختلافاتو بې هوکړې پای ته ورسېده

د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوال کنفرانس، کاپ ۳۱، د ترکیې په انتالیا ښار کې له دوو اوونیو خبرو اترو وروسته، د ګډې هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېد.
د کنفرانس د وروستۍ هوکړې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ د فوسیلي سونتوکو په اړه د ګډونوالو اختلافات بلل شوي دي. د دې اختلافاتو له امله هېوادونه ونه توانېدل چې خبرې په یوه ګډ سند یا پرېکړه پای ته ورسوي.
کاپ ۳۱ د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو په اړه د نړیوالو بحثونو لپاره جوړ شوی و. په دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د اقلیمي وضعیت او د دغو بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې وشوې، خو د فوسیلي سونتوکو موضوع د مذاکراتو د پایلې لپاره ټاکونکې پاتې شوه.
افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوی چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښونو اغېزمنېږي. سره له دې، د کنفرانس د پای په وخت کې د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواري او د ګډې هوکړې د رامنځته کولو هڅې بریالۍ نه شوې.