ملګري ملتونه: د افغان راستنېدونکو شمېر له ۶.۶ میلیونو اوښتی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي، په تېرو درې کلونو کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۶.۶ میلیونه افغانان افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو دومره لوی شمېر د هېواد پر محدودو بنسټیزو خدمتونو، بېخبناوو او موجودو سرچینو د پام وړ فشار راوستی دی.
د UNHCR ویاند ضیا حیات ویلي، د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر د افغانستان د ټول نفوس د شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ سلنې له زیاتوالي سره برابر دی. نوموړي دا کچه «ډېره د پام وړ او ټکان ورکوونکې» بللې او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو شمېر د ډنمارک یا سنګاپور له ټول نفوس سره د پرتلې وړ دی.
د حیات په وینا، یوازې د روان میلادي کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د هغه د معلوماتو له مخې، ډېری دغه کسان له ایران او پاکستان څخه راغلي او د راستنېدونکو ورځنی شمېر له څو سوو کسانو څخه تر څو زرو پورې بدلېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د راستنېدونکو د شمېر د زیاتوالي له امله افغانستان ښايي د دومره لوی نفوس د سمبالولو لپاره کافي اسانتیاوې او زیربناوې ونه لري. د ادارې د څرګندونو له مخې، د راستنېدونکو د منظمې پاملرنې لپاره په سرحدي دروازو او ښارونو ته له رسېدو وروسته د مرستو د برابرولو چارې همغږي کېږي.
په دغو مرستو کې د سرحدي سیمو په کچه د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، ښارونو ته له رسېدو وروسته ملاتړ، او د راستنېدونکو د ټولنې سره د بیا یوځای کېدو او په افغانستان کې د ژوند د بیا رغونې لپاره د زمینې برابرولو پروګرامونه شامل دي.
UNHCR ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر دوام به د لومړنیو خدمتونو، سرپناه، کاري فرصتونو او نورو اړینو سرچینو تقاضا نوره هم لوړه کړي. دې ادارې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو بېرته راتګ د هغوی د سمبالولو په برخه کې د افغانستان روانې ننګونې زیاتوي.