په کابل کې د اسلامي امارت د فرمانونو د اغېزو څېړنیز کنفرانس پیل شو

په کابل پوهنتون کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه څلور ورځنی علمي او څېړنیز کنفرانس پیل شو. په غونډه کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتونونو استادانو او څېړونکو د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
دغه کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ او د وردګ پوهنتون په نوښت جوړ شوی دی. د غونډې موضوع د اسلامي رهبرۍ له بحث څخه نیولې تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې د مشرتابه د فرمانونو اغېزې دي. د معلوماتو له مخې، کنفرانس ته شاوخوا ۱۸۷۶ علمي مقالې استول شوې وې چې له ارزونې وروسته نږدې زر مقالې ومنل شوې او په ۷۵ ټوکونو کې چاپ شوې دي. د مقالو لنډیزونه هم په شپږو ټوکونو کې خپاره شوي دي.
د سترې محکمې رئیس مولوي عبدالحکیم حقاني د پرانیستې غونډې پر مهال وویل، د اسلامي نظام له حاکمېدو سره افغانان له ګڼو ستونزو څخه وتلي او د ده په وینا، له شاوخوا پنځوسو کلونو وروسته د سمتي، ژبنیو او قومي توپیرونو له پامه غورځولو سره د یوه مشر تر رهبرۍ لاندې راټول شوي دي. هغه د نظام د بقا لپاره د الهي احکامو پر بنسټ حکومتولي مهمه وبلله او امنیت یې د اسلامي نظام له اساسي لاسته راوړنو څخه یاد کړ.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې ژبني او سمتي اختلافات کم شوي دي. نوموړي د نظام رامنځته کېدل د پخوانیو جګړو او قربانیو پایله وبلله او ادعا یې وکړه چې شرعي حدود او قصاص پلي شوي دي. د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وویل، د نظام د بنسټونو پر شرعي اصولو ولاړول د چارواکو له مهمو مسؤلیتونو څخه دي او د ده په خبره، د دې مسؤلیت ادا کول له تېرو مبارزو هم سخت دي.
د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وویل، قانون او نظام یو له بل سره تړلي دي او د اسلامي امارت اساسي قانون یې قرآن کریم وباله. نوموړي د څېړونکو مقالې د راتلونکو نسلونو لپاره علمي خدمت وبللې. د میدان وردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه بیا د نظام د پیاوړتیا لپاره د شته فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د ټولنیزې ورورولۍ او د نظام د ملاتړ په برخه کې خپل رول ادا کړي.
د وردګ پوهنتون رئیس شیخ محمد عابد حقاني وویل، د کنفرانس د مقالو له لارې د دین او سیاست د اړیکو، د اسلامي رهبرۍ او د ټولنې د بېلابېلو برخو په اړه بحثونه وړاندې شوي دي. د علومو اکاډمۍ څېړنوال ډاکټر نورمحمد محبي د دې ډول غونډو جوړېدل د ټولنې اړتیا وبلل او ویې ویل چې علمي بحثونه د فکري او اخلاقي روزنې او د امر بالمعروف د پلي کېدو لپاره ارزښت لري.