په ترکیه کې د اقلیم نړیواله غونډه د فوسیلي سونتوکو پر سر بې پایلې پایته ورسېده

په ترکیه کې د اقلیمي بدلون د کاب۳۱ نړیواله غونډه، چې د اختلافي موضوعاتو له امله دوه ورځې وغځېده، په داسې حال کې پایته ورسېده چې ګډونوالو د هوکړې وروستی متن تصویب نه کړ. ټاکل شوې وه غونډه د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېږي، خو بحثونه تر یکشنبې پورې وغځېدل.
د غونډې د پای په متن کې څو ځله بدلونونه راوستل شول، خو په وروستۍ مسوده کې د فوسیلي سونتوکو د کارونې د کمولو لپاره د مشخصو اقداماتو یادونه نه وه شوې. همدا موضوع د تېلو تولیدوونکو هېوادونو او هغو هېوادونو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی و چې د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره د چټکو ګامونو غوښتنه کوي.
د غونډې مشر مراد خرم وویل، تنظیموونکي پلاوي د جوړجاړي لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړې، بېلابېلې طرحې یې واورېدې او د حل لارې یې ولټولې؛ خو ځینو استازو د متن مخالفت وکړ. هغه ټینګار وکړ چې پر ګډونوالو فشار نه دی راوړل شوی او د هغوی نظرونو ته درناوی شوی دی.
اروپايي ټولنې هم وروستۍ مسوده رد کړه. د ایرلنډ د چاپېریال ساتنې وزیر دارا اوبرین، چې د دې ټولنې په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل داسې متن نه شي منل کېدای چې فوسیلي سونتوکي، چې د اقلیمي بدلون له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي، پکې یاد شوي نه وي. نوموړي دغه متن د نړۍ د روانو اقلیمي ستونزو لپاره ناکافي وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه چټکو اقداماتو ته اړتیا لري.
د غونډې بحثونه پر درېیو مهمو موضوعاتو راټول وو: په وروستي سند کې د فوسیلي سونتوکو د یادونې څرنګوالی، له شتمنو هېوادونو څخه بېوزلو هېوادونو ته د اقلیمي زیانونو د کمولو لپاره د مالي مرستو ورکړه، او د ترکیې وړاندیز چې نړیوال اقتصاد دې په چټکۍ سره د برېښنا پر لور ولاړ شي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اوس مهال د نړۍ ۲۳ سلنه اقتصاد پر برېښنا څرخي او ترکیه غواړي دا کچه تر ۲۰۳۵ کال پورې ۳۵ سلنې ته لوړه شي.
دا د ملګرو ملتونو د اقلیم په غونډو کې لومړی ځل بلل شوی چې بحثونه دومره اوږده شوي دي. د اقلیم په اړه د پاریس تړون هېوادونه مکلفوي چې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی د صنعتي انقلاب له وړاندې کچې پرتله تر ۱.۵ درجې محدود وساتي؛ خو اټکل کېږي چې د روان کال منځنۍ تودوخه به له دغه حد څخه واوړي.
ملګري ملتونه او د چاپېریال ساتنې کارپوهان بې وخته ورښتونه، توپانونه، ځنګلي اورونه او د کنګلونو ویلې کېدل د نړیوالې تودوخې له زیاتېدو سره تړلي بولي. د ملګرو ملتونو په یوه وروستي بیان کې ویل شوي چې د نړۍ له ۹۰ میلیونه جبراً بې ځایه شویو وګړو څخه درې پر څلور برخې یې په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له خطرونو سره مخ دي؛ په دې لړ کې افغانستان هم یاد شوی، چې میلیونونه وګړي یې له وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ سره مخامخ بلل شوي دي.