کندهار هوايي ډګر کې د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق هڅه شنډه شوه

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو یادې سکې د هوايي ډګر د تلاشي پر مهال کشف او ضبط کړې دي. د وزارت په وینا، یوه کس هڅه کوله دغه تاریخي توکي په قاچاقي ډول له افغانستانه بهر ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې ضبط شوې سکې د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو د واکمنیو له دورو سره تړاو لري. په دې ډله کې هغه سکې شاملې دي چې د امانالله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو پر مهال کارول شوې دي.
وزارت زیاتوي، د پېښې په تړاو نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته، له ضبط شویو تاریخي سکو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.