ایران د برېښنا د کمښت تر سیوري لاندې افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه صادراتو وړاندیز کوي

ایران وايي، که د افغانستان د برېښنا د وېش شبکه چمتو شي، دغه هېواد کولی شي افغانستان ته په بېړني ډول تر ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا صادره کړي. دا موضوع د طالبانو حکومت د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند او د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليابادي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
دواړو چارواکو د طالبانو حکومت ایران ته د رسمي پلاوي د سفر پر مهال خبرې کړې دي. په ورکړل شويو معلوماتو کې نه دي ویل شوي چې د احتمالي صادراتو لپاره به عملي چارې څه وخت پیلېږي او یا به د افغانستان د برېښنا د وېش شبکه د دې کچې انرژۍ د لېږد لپاره کله چمتو شي.
د برېښنا د صادراتو دا وړاندیز په داسې مهال مطرح کېږي چې په ایران کې د انرژۍ او ګازو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د ایران دولتي رسنۍ «صدا و سیما» په یوه راپور کې ښودلي چې ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه تیاره خونه کې، له تودوخې سیسټم او بخارۍ پرته، په سړه هوا کې کار کوي.
په خپره شوې ویډیو کې د ولسمشر د خونې تودوخه ۱۸ درجې ښودل شوې، حال دا چې ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې د تودوخې کچه شاوخوا ۲۰ درجې وساتي. پزشکیان یوه خبریال ته ویلي چې که هوا نوره هم سړه شي، ښايي یوې کوچنۍ خونې ته ولاړ شي.
پزشکیان د انرژۍ پر سپما ټینګار کړی او ویلي یې دي چې خلک او حکومت باید داسې لارې غوره کړي چې د انرژۍ کمښت د چارو د درېدلو لامل نه شي. نوموړي مخکې ویلي وو چې په ژمي کې په ګرمه جامه کې ویده کېږي او په خپل کور کې برېښنا او د تودوخې سیسټم نه چالانوي. هغه زیاته کړې چې حکومت غواړي په راتلونکي ژمي کې د تولیدي برخې برېښنا پرې نه شي.
د ایران د ملي ګازو شرکت اجرائیوي مشر سعید توکلي هم له خلکو غوښتي چې د کورونو د تودوخې درجه ۲۰ سانتيګرېډه وساتي. د هغه په وینا، د تودوخې د کچې هره یوه درجه کمول کولای شي هره ورځ شاوخوا ۲۵ میلیونه متره مکعبه ګاز وسپموي.
د پوهنتون استاد فواد ایزدي بیا د ولسمشر د دفتر د څراغونو او تودوخې د بندولو اقدام د ایران د انرژۍ د وضعیت نښه بللې ده. بل لوري ته، د ایران د ملي پرمختیا صندوق په یوه پخواني راپور کې د جنوبي پارس د ګازو په ساحه کې د فشار او تولید د کمېدو له امله د راتلونکو کلونو لپاره د ګاز او برېښنا د احتمالي کمښت خبرداری ورکړی و.