د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د کوکنارو د کښت پر کچې د ملګرو ملتونو او کورنیو چارو وزارت ضد ادعاوې

افغان اتلان · پښتو
د کوکنارو د کښت پر کچې د ملګرو ملتونو او کورنیو چارو وزارت ضد ادعاوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کښت د پراخېدو په اړه د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر راپور ناسم بللی او د دې ارزونې پر کړنلارې یې نیوکه کړې ده.

وزارت ادعا کړې چې سږ کال یې له ۲۳ زره هکټارو ډېره ځمکه د نشه‌یي توکو له کښت څخه پاکه کړې ده. د وزارت په وینا، د ترسره شویو ارزونو پایلې ښيي چې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.

خو د ملګرو ملتونو اړوند دفتر په خپل تازه ارزونه کې ویلي چې د کوکنارو کښت په ۲۰۲۶ کال کې له ۳۰۰ سلنې ډېر زیات شوی او څه باندې ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، د تریاکو تولید هم له نږدې ۳۰۰ ټنو څخه شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی، چې نږدې ۴۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په راپور کې راغلي چې د کوکنارو د کښت ډېره برخه اوس شمال ختیځو ولایتونو ته لېږدېدلې او د ټول کښت شاوخوا ۷۶ سلنه په همدې سیمه کې ثبت شوې ده.

بدخشان او تخار د دې کښت له مهمو مرکزونو څخه یاد شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په ۱۶ ولایتونو کې د کوکنارو کښت ثبت شوی، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر پنځو ولایتونو کم و.

دغه نړیوال بنسټ د بزګرانو اقتصادي ستونزې او د بدیل عاید د محدودو فرصتونو نشتوالی د کښت د بیا زیاتېدو له مهمو عواملو ګڼلي دي. د راپور په وینا، که له بزګرانو سره دوامدار ملاتړ ونه شي، د کوکنارو د کښت مخنیوی به ستونزمن وي.

راپور زیاتوي چې د وچو تریاکو منځنۍ بیه له ۲۰۲۵ کال کې د هر کیلوګرام شاوخوا ۵۷۰ ډالرو څخه سږ کال ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې، خو لا هم د بندیز له پلي کېدو مخکې د بیې په پرتله لوړه ده. ملګرو ملتونو ویلي چې د کښت او تولید کچه، سره له وروستي زیاتوالي، لا هم د بندیز له مخکنۍ کچې لرې ده؛ هغه مهال په افغانستان کې له ۲۰۰ زره هکټارو ډېره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه.

اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي و چې د کوکنارو کښت، پلور او قاچاق یې له افغانستانه بهر انتقال کړي دي، خو د ملګرو ملتونو تازه ارزونه د هېواد په دننه کې د کښت د بیا پراخېدو ادعا کوي.