افغانستان او ټانزانیا د کانیزو محصولاتو او سوداګرۍ د پراختیا پر لارو خبرې وکړې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ټانزانیا د متحد جمهوریت د کانونو وزیر انټوني ماوینډ د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې ده. په دې ناسته کې د پانګونې د فرصتونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو د شریکولو موضوعات مطرح شوي دي.
نورالدین عزیزي د افغانستان پراخ کانیز ظرفیت ته په اشارې سره ویلي، چې د کانیزو توکو پروسس باید تر ډېره په هېواد کې دننه ترسره شي. د وزارت د څرګندونو له مخې، دغه تګلاره کولی شي د کار زمینه پراخه او د لوړ ارزښت لرونکو کانیزو محصولاتو د صادراتو امکانات زیات کړي.
دواړو لوریو د نادرو او ارزښتناکو منرالونو د صادراتو د مدیریت په اړه هم بحث کړی دی. په دې برخه کې د همکاریو موخه د کانیزو محصولاتو د پروسس او بهرنیو بازارونو ته د هغوی د رسولو پر ظرفیتونو تمرکز بلل شوی دی.
په لیدنه کې ټانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو د صادراتو موضوع هم یاده شوې ده. دواړو چارواکو په کابل او ټانزانیا کې د سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې کړي او د دغو موضوعاتو د تعقیبولو هوکړه یې کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ناستې بحثونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو، د پانګونې د فرصتونو د پېژندنې او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر محور راڅرخېدل.