د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د کابل ـ جلال‌اباد لارې د ژمي اندېښنې؛ اوسېدونکي د دویم لین د چټکولو غوښتنه کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار د سېلابونو او له غرونو د ډبرو د ښوېدنې له امله د تېر کال ستونزې بیا تکرارېدای شي. دوی له طالبانو غواړي چې د دې مهمې لارې د دویم لین د جوړولو چارې چټکې کړي.

د نومبر په ۱۲مه سختو ورښتونو د لارې په څو برخو کې له غرونو د ډبرو د راپرېوتو لامل شول او د لنډ مهال لپاره یې د تګ راتګ مخه ونیوله. د طالبانو د حکومت د عامه ګټو وزارت هغه مهال ویلي وو چې په ځینو سیمو کې د نورو ډبرو د ښوېدنې احتمال هم شته او له خلکو یې غوښتي وو چې له اړتیا پرته سفر ونه کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي محمد اغا ویلي، څو ورځې وړاندې د ماهیپر په سیمه کې د لارې د بندېدو له امله څو ساعته په موټر کې ایسار پاتې شوی و. نوموړي د لارې د پرله‌پسې بندېدو له امله د مالي او ځاني زیانونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ژمي په رارسېدو سره د خلکو وېره لا زیاته شوې ده.

د کونړ اوسېدونکي جنت ګل وايي، د لارې ځنډول ناروغان هم له جدي ستونزو سره مخ کوي، ځکه ډېری ناروغان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول کېږي. د ده په خبره، د بارانونو پر مهال سیلابونه او د غرونو راپرېوتې ډبرې کله ناکله د اوږدې مودې لپاره د تګ راتګ خنډ ګرځي.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکي بشیر احمد بیا وايي، پر دې مسیر د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته ده او د لارې لنډمهاله بندېدل هم خلکو ته لویې ستونزې جوړوي. نوموړي ټینګار کړی چې حکومت باید د دویم لین پر جوړولو کارونه چټک کړي، څو د لارې د بندېدو پر مهال د خلکو او موټرو ستونزې کمې شي.

د طالبانو له حکومت څخه د دې پروژې د وروستي وضعیت په اړه د معلوماتو غوښتنه شوې، خو د عامه ګټو وزارت ځواب نه دی ورکړی. له طالبانو سره نږدې «امید راډیو» د نومبر په ۱۹مه د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دویم لین د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي؛ خو د پروژې د بشپړېدو نېټه یې نه ده ښودلې.

د دویم لین د جوړولو لومړني کارونه په ۲۰۱۶ کال کې د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوي وو، خو د امنیتي ستونزو له امله نیمګړي پاتې شول. د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پروژې د بیا پیل اعلان وکړ او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر دا لاره مهمه اقتصادي پروژه وبلله. د چارواکو په وینا، د سړک د جوړولو لګښت د موټرو له حق‌العبور څخه برابرېږي؛ خو یو شمېر موټرچلوونکو تېر کال شکایت کړی و چې له دوی پیسې اخیستل کېږي، خو کار لا نه دی بشپړ شوی.

د کابل ـ جلال‌اباد دویم لین شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږد دی او د کابل له بګرامۍ ولسوالۍ څخه پیلېږي، د خاکجبار، حصارک، خوګیاڼیو او سره‌رود له سیمو تېرېږي او د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلي. دا مسیر کابل له ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان سره نښلوي او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ترانزیټ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.