افغانستان له کینیا د چای، قهوې او نورو تولیداتو د وارداتو د زیاتېدو غوښتنه وکړه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له کینیا غوښتي چې افغانستان ته د چای او قهوې ترڅنګ د دغه هېواد د نورو تولیداتو صادرات هم زیات کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزي دا غوښتنه د کینیا د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه په دارالسلام کې شوې او دواړو لورو په کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د کینیا له لوري افغانستان ته د صادراتو د زیاتېدو لپاره د کومې مشخصې پرېکړې یا مهالوېش په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.