د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

امنیت شورا: داعش او القاعده لا هم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي

افغان اتلان · پښتو
امنیت شورا: داعش او القاعده لا هم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، داعش، القاعده او د دغو ډلو اړوندې ډلې لا هم په بېلابېلو سیمو کې فعالې دي او د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو شرایطو له بدلون سره د ځان عیارولو وړتیا لري. شورا خبرداری ورکړی چې د دغو ډلو فعالیتونه د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ امنیت ته دوامدار ګواښ جوړوي.

دا څرګندونې د امنیت شورا په هغه بحث کې وشوې چې د پنجشنبې په ورځ د داعش او القاعده اړوند ډلو د ګواښونو په اړه ترسره شو. په وړاندې شوې اعلامیه کې د افغانستان په اړه ځانګړي عملیاتي جزیات نه دي خپاره شوي، خو د داعش خراسان څانګه د سیمه‌ییز امنیت لپاره د اندېښنې وړ موضوع بلل شوې ده.

د شورا د معلوماتو له مخې، ترهګرې ډلې له سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ، سیاسي کړکېچونو او ټولنیزو ستونزو څخه په استفادې خپل فعالیتونه غځوي. په راپور کې ویل شوي چې دغه ډلې د خلکو له تښتولو، د پیسو له ترلاسه کولو، د ځوانانو له جذبولو او تبلیغاتي فعالیتونو څخه د خپلو سرچینو د پیاوړتیا لپاره کار اخلي.

امنیت شورا همدارنګه ویلي چې داعش، القاعده او اړوندې ډلې ټولنیزې رسنۍ، نوې ټکنالوژي او انلاین تبلیغات د خپلو موخو لپاره کاروي. د شورا په باور، د ځوانانو جلبول، د مالي سرچینو برابرول او د نویو اړیکنیزو وسایلو ناوړه استفاده هغه ننګونې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د لا پراخو نړیوالو همکاریو اړتیا رامنځته کوي.

د شورا غړو د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د وچولو، د وسلو د خپرېدو د مخنیوي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی. د داعش خراسان د فعالیتونو څارنه او د دې ډلې د احتمالي ګواښونو مخنیوی یې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې له مهمو مسؤلیتونو څخه ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو د داعش او القاعده اړوند بندیزونو د څار کمېټې د راپور له مخې، ترهګرې ډلې د خپلو مالي او بشري سرچینو د پراخولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي. شورا ټینګار کړی چې د دغو ډلو ګواښ د یوه هېواد تر پولې محدود نه دی او د مخنیوي لپاره ګډې او دوامدارې هڅې اړینې دي.

ملګري ملتونه دغه اندېښنې داسې مهال څرګندوي چې پر افغانستان واکمن طالبان وايي، په هېواد کې یې د داعش خراسان څانګه ځپلې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې استفاده وکړي.