د پوتین او رحمان په خبرو کې د افغانستان د سرحدي امنیت موضوع هم مطرح شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې د سیمهییز امنیت او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. پوتین د جمعې په ورځ د یوه ورځني سفر لپاره دوشنبې ته تللی و.
د روسيې د تاس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو د خبرو مهم موضوعات په تاجکستان کې د روسیې د پوځي اډې فعالیتونه، سیمهییز امنیت او د مسکو او دوشنبې ترمنځ د همکاریو پراختیا وو. د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې امنیت هم د بحثونو له مهمو برخو څخه بلل شوی، خو د افغانستان په تړاو د ناستې نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
په دوشنبې کې د بيبيسي خبریال سهراب ضیا ویلي، داسې ښکاري چې مسکو غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره ښې اړیکې ولري. د هغه په شننه، روسیه دغه سیمه د خپل امنیت له وضعیت سره تړلې ګڼي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې مسکو په اوکراین کې په جګړه بوخت دی.
د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښې هم څرګندې شوې دي. دواړو خواوو په دې وروستیو کې د یوه ګډ سرحدي بازار د پرانیستلو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و، چې د پولې دواړو غاړو ته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا امکان ښيي.
پوتین او رحمان په داسې وخت کې سره وکتل چې روسیه په منځنۍ اسیا کې د خپل امنیتي حضور پر پیاوړتیا ټینګار کوي. په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه، چې له روسیې بهر د دغه هېواد د ځواکونو تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي، هم د خبرو له موضوعاتو څخه وه. د تاس په وینا، پوتین ویلي چې دواړه هېوادونه به د سیمهییز امنیت په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان له چوکاټ څخه بهر هم خبرې وکړي او د پوځي اډې فعالیتونه به جلا وڅېړي.
د روسیې ولسمشر د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې هم مثبتې وبللې او ویې ویل چې د تېر کال په ترڅ کې د سوداګرۍ کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې او د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې ۱۹ سلنه نور زیاتوالی ثبت شوی دی. د سرچینې له مخې، د پوتین او رحمان په خپرو شویو خبرو کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د تاجکستان د اقتصادي اندېښنو او د روسیې له لارې د پیسو د لېږد پر محدودیتونو مستقیم بحث نه دی یاد شوی.