د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

راستانه افغان کډوال: پر تورخم درمل او د کور اړتیاوې رانه اخیستل کېږي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو یو شمېر کسان وايي، پر تورخم د پاکستان سرحدي پولیسو او ګمرکي چارواکو ترې د ناروغانو درمل، خوراکي توکي او نور کورني وسایل اخیستي دي. دوی ادعا کوي چې ان هغه توکي هم ورسره نه پرېښودل کېږي چې له خپلو پیسو یې د سفر لپاره برابر کړي وي.

د کډوالو په وینا، د سرحدي محدودیتونو له امله د هغوی د کورونو ځینې وسایل او څاروي هم افغانستان ته د انتقال اجازه نه لري. دوی له بشري ادارو غواړي چې د دې ستونزې په اړه د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي او د ستنېدونکو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکو د انتقال زمینه برابره کړي.

سمیع‌الله، چې د خپل ورور د کډې د راوړلو لپاره جلال‌اباد ته روان و، ویلي چې په تورخم کې د کور وسایل، درمل، بوره او اوړه ترې ښکته کړل شول. هغه ټینګار کړی چې یاد توکي د سوداګرۍ لپاره نه، بلکې د خپلې کورنۍ د استعمال لپاره ورسره وو.

په تورخم کې یوه لوړپوړي ګمرکي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ځینو محدودیتونو شتون تایید کړی دی. نوموړي ویلي، هغه توکي چې د سوداګرۍ او کاروبار په کتګورۍ کې حسابېږي، د انتقال اجازه نه لري. د هغه په وینا، درمل هم هغه مهال د همدې مقرراتو له مخې منع کېدای شي چې له ټاکلې اندازې زیات وي.

یوه افغان زده‌کوونکې چې په پېښور کې اوسېږي، ادعا کوي چې د درملو او ځینو نورو توکو د انتقال ستونزه یوازې د پاکستان له اړخه نه ده. د هغې په خبره، د افغانستان له لوري هم پر ځینو توکو محدودیتونه شته او پاکستاني درملو ته اجازه نه ورکول کېږي. هغې ویلي، دا ستونزه له پخوا روانه ده، خو اوس د ستنېدونکو لپاره لا جدي شوې ده.

ستنېدونکي کډوال وړاندیز کوي چې د دواړو هېوادونو چارواکي دې د راستنېدونکو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي، څو خلک وکولای شي اړین درمل، خوراکي توکي او د کور د استعمال وسایل له ځان سره انتقال کړي. دوی همداراز له نړیوالو او بشري ادارو غواړي چې د سرحدي چارواکو د چلند په اړه د کډوالو شکایتونه وڅېړي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۲.۷۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او د راستنېدو لړۍ لا هم دوام لري.