د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کاوون صدیق

د کاوون صدیق پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

گلمينه مينهبشپړ شعر ولولئ

گلمينه مينه

کاوون صدیق

په رڼا باندې مين شوم ، زړه مې وسپاره لمبو ته

يه پانوسه پتنگ سوزه ، اوس مې وگوره ايرو ته
څه د ورېځو پاچاهي شوه ، تندرونه راوريږي

ځلوم د اوښکو ستوري ، ستمگرو تورو شپو ته
دا د کومې گناه غچ دی ، دا د کومې خطا پور دی

څراغونه پر اوږو وړو ، خړو خړو هديرو ته
هره ورځ د گلو لو دی ، هره شپه ښکار د خوبونو

د آرمان مړاوو غوټيو ، غېږه ورکړه رژېدو ته
تا چې سره او شنه باغونه ، لټول په آيينو کې

د ساده باور غلامه ، خوب دې وايه اوس اوبو ته
توروي دې درته سترگې ، کشوي دې قربانۍ ته

يو مکار قاتل راغلی ، ستا د سوي ښار کوڅو ته
ښاپېرۍ د کوه قاف شوې ، يه زما گلمينې مينې

زخمي زړه مې هوسيږي ، ستا د زلفو شنو وږمو ته .