پښتو ادب · شاعران
عنایت محرابي
د عنایت محرابي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پښتنې مځکي ته خطاببشپړ شعر ولولئ
پښتنې مځکي ته خطاب
عنایت محرابي
اې د عظمت هدیرې
اې د پښتنو وطنه
اې د پښتون پښتونخوا
د میړنو وطنه !
ستا هري تیږي لاندي
ملي تاریخ ویده دی
دهر غلیم د پاره
دلته توبیخ ویده دی
هر یو سنګر دي دئ رنګ
د شا زلمو په وینو
تل ساتل سوی ستا پت
د پښتنو په وینو
ستا د عظمت نه قربان
د افسانو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د مېړنو وطنه !
تل ستا د ننګ د پاره
مونږه خپل سر ښندلي
ستا به صفت کي خوشحال
له خولې ګوهر ښندلي
ستا د عظمت په لار کي
ځلمي سرونه بایلي
څوک چي پسخیږي تاته
خپل وطنونه بایلي
د طوفانونو خاوري
د ننګیالو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د میړونو وطنه !
ستا دا سپېره ډاګونه
ترینه باغونه لوګی
له تورو کاڼو دي
د بل لالونه لوګی
چي ته د بل لاس کي یې
زمونږ ژوندون به څه وي
پرتا چی ننګ نه کوي
هغه پښتون به څه وي
تا به ودان کړو مونږه
د خزانو وطنه
اې د پښتون پښتونخوا
د مېړنو وطنه
اې مقدسي مځکي
د ژوند ارمانه زما
اې د پلرو د تاریخ
ښکلې دیوانه زما
یا به د جنګ په میدان
ستا نه خپل سرکړم قربان
یا به د زړه په وینو
دا ستا تعمیر کړم ودان
تانه ګلزار جوړوم
په وینو سرو وطنه !
اې د پښتون پښتونخوا
د میړنو وطنه !
۴۸-۴-۱۲ کندهار