د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عطایي ملا

د عطایي ملا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عطایي ملا

ساقــي نذر دي رابــاندي د ښــار ښــکلی شـــرابي سو
شیخه! اوس نو ایمان ټېنګ کړه د ګناه سیند توپاني سو

سپین کالیو! چي را نه سئ، عــافیت غرو ته ختلی
ها سياه پوشه خوناب سازه، جګرسوزه کبابي سو

دلته شرنګ د پیمانو سو، د ګلڅانګي په لاسو کي
هلته پلار د توبې مــړ سو، د زهادو کور خالي سو

چــــا ویل چي لار د زلفــــو په نشــو کـــي پیداکیږي
دا خو خَم پر خَم سیلاب دئ، هر یو پېچ یې ګردابي سو

یه د بزم نو آمــوزو، ځیــــــګر سپر کړی و څپو ته
نور به خُم په خُم جنګیږو، د جام دور اسماني سو

رنـــګ د تــاک تاوده رګـــونه، ننــول د زړه له سوزه
د اور څاڅکي يې را توی کړه، ټول ماحول دوږخي سو

تشوئ یې ډکوئ یې، د ادم د زوی جنون دئ
هر ګـلسازه ګناهکاره، هر ګلسوزه جنتي سو