پښتو ادب · شاعران
محمد اکبر کرګر
د محمد اکبر کرګر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
شپه لا غځيږى پسېبشپړ شعر ولولئ
شپه لا غځيږى پسې
محمد اکبر کرګر
تته رڼا دشپې په زړه کې نرۍ لاره کوي ،
په لويه پرخه دباران څاکي ښوييږې،
تميدنگ يې نشته ،
خو :
زما حواس ،زما نظر اود زړگې دربى مې
ټول په يو موټي کې را ټول شي او
درزهارى کوي ،
شپه ښه تورتم ده خو دتالندې يو پړک يې اندامونه سيزي ،
زه له خپل ځايه دحواسو په وزرو سور شم
چېرته دليرې غرو له پاسه په هوا وگرځم
غواړم چې ستورې په لاسو کې ټينگ کړم
اودبوډئ په ټال کې وځانگمه
دکروندو اودځنگلونو غيږ ته ځان وسپارم
اوهلته ورغاړې ووځم .
هلته دشنو غنمو فصل ښوري ،
دپسرلي بکياڼې گل کړي وي ،
هلته دپيغلو اونيمزالو رنگارنگه ټيکري
له ډېره ليرې په مزه ښکاري .
خو :
بيامې پام واوړي دکوټې لرگيني دړې په لور
وره ته مې پام شي
اوبيا هيڅ نه وينم .
دومره پوهيږم چې په توره اوتورتم کوټه کې
چيرته يوازې او تنها پروت يم
نه خو دخيد غنمو فصل شته دى ،
نه دځنگله دونو شور اوله يوې بلې مچکاني بريښي ،
نه دکوترو غومبر غوږ ته راځي ،او
نه يې زاغان ښکاري ، اونه
اوازونه دچنچڼو اورم
نه دپارچاو کومه ناپايه سندريزه اورم
بيرته يوازې او يوازې ځان ته فکر کوم .
لکه بې لارې مساپر چې دکاليو
کوچنۍ غوټه يې پرى ايښي
د ويالي پرسر وي دى ترې رهي وې
خو کاليو ته يې فکر نه وي
هغه يې له ياده وتي ،
يو دم ناڅاپه پښه نيولي غوندى
په ناخبره شان خپل څټ ته گوري
اويا په جومات کې پښى ابلي دمحراب په لور ى
يوڅه ذکرونه اواوراد وايي ،
خو نه !
زه هم همداسې دبالښت له پاسه
سر سموم خوب غواړم
خو خوب مې له سترگو کوچ کړى وي
دټولي ورځې ددرندو سوچونو جاج اخلم
خو شپه لا غځيږي
دسهار درڼا پته نه وي .
اپريل ۱۷
کال ۲۰۱۸
ماته هېندارهبشپړ شعر ولولئ
ماته هېنداره
محمد اکبر کرګر
چې كله گورمه څېرې ته په هينداره كې !
هينداره ماته او دروزونه لري
زما څېره هم په كي خط خط چاوديدلي بريښي
بيا كله كله چې نظر واچوم ليري ليري ،
هلته هم هرڅه ونې بوټي خاوري گردونه وېنم
غرونه دښتونه مې نظر ته راځي
د ديوالونو چمنونو اوبا غونو په سيل
هم دخځلو دخاشاكو ،اوبادونو سيلي
د بوړبوكيو تاوراتاو لمنه وركه مې له پامه تښتي
پورته اسمان دخپلې شنې كاسي لمنه كې
سور او روښانه لمر را وځلوي
ماحول روښانه او سپين پړك واړوي .
لاندې په ځمكه دتوفان او دجنگونو
سيلابونو تصوير ،
اوس دغه ټول په دې هينداره تت اوپت بريښي ،
نه ! دا هينداره نه ده ،
دايوه بله دونياگې جوړه ده ، دليونتوب اود خيالاتو جوړه شوى دونيا “
چې دغمونو انديښنو له خښتو ،
دتصور له كاڼو لوټو جوړه ،
چې سترگې پټې كړم بيا هيڅ نه وينم
فكر كوم بهر هيڅ شې نشته ، دجود پته او هيڅ بڼه نشته
هغه راټول په يوه وجود اويوه هستۍ كې ښكاري !
نه ! نه !
دونيا كې هيڅ نشته دا ټوله افسانه غوندې وه ،
ېوه خيالي او له رموزو ډكه
له رنگينيو ،انځورونو اوفكرونو ډكه
بس نو يوازې اراده غوندي ده ،
كه دا دخټو څلى ولويږي ټوټه ټوټه شي ،
او د لوگي او اسويلي په څير بړاس پورته شي ،
د يوه مرغه په څير په لوړو غرو پرواز وكړي ، را ونه گرځي .
نه په ديوال وي نه به ځمكه اونه اسمان وويني
هېنداره ماته اوټوټه ټوټه شي ،
په دې ټوټو كي به هيڅ ونه بريښي ،
نه به ښايست نه به گلونه اونه شين اسمان وي
نه به دا ځمكه له دې دنگو دنگو غرونو سره
نه به اسمان له ځليدونكو ستورو لمره سره
نه به سپوږمي په كنډو بيا پورته شي ،
نه به لوي دښتي ، ځنگلونه اوسيندونه ويني
ځكه يو څلي يو منار يو اويادگار ،به وي لويدلي
او په ځمكه ناست وي.
ناست خولا څه په يوه څاه كې به پريوتي غورځېدلي اوتري تم وي ،
د روح مرغه به ترې الوتي وي بيا به هيڅ ځنگله ته را نه شي
اونه به دجگ چنار په جگه تركه وچغيږي
هينداره ماته اوټوټې ټوټې وي
دښايستو دونيا به ړنگه بنگه ،نه به ښكلا وي اونه بادونه سيلۍ
باد اوتوفان كه چېري وي ، نو هم چنگاري به كا
دجدايي چنگاري
څلي به پروت او يا به څاه ته گوزار شوي
اوغرق شوي ،تري تم به وي
هستي به نه وي ، چې يې ووېني اوسيل يې وكا
اونورو ته هم ووايي وگورۍ همدا ښكلا ده
په دې هينداره كې يې وگورې چي څه ځلا ده ؟
نو دا به هيڅ نه وي ، څلي به پروت وي اوهينداره به ټوټه ټوټه وي ،
جهان به هيڅ نه وي ، ښكلا به نه هستي به نه وي ،
ماته هېنداره به هم ريزمريز وي
نور به هيڅ نه وي .
روتردام هاليند
دامې ٨ نيټه ٢٠٢٤ كال