پښتو ادب · شاعران
بشيراحمد (ګواښ ) ننګرهار
د بشيراحمد (ګواښ ) ننګرهار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دصياد لارهبشپړ شعر ولولئ
دصياد لاره
بشيراحمد (ګواښ ) ننګرهار
مينه دې نه کړم ستاد ياد لاره مې پرېښودله
کاڼي نور نه زغمم د داد لاره مې پرېښودله
نه کافر شوى ووم اونه مې وو وطن هېرکړى
مشرمې غل وو دجهاد لاره مې پرېښودله
زه دحالاتو تيندکونو دومره پوه کړم چې
دزنده باد اومرده باد لاره مې پرېښودله
دزندګۍ لمبوپوخ کړى يم تردې ملګرې
اخ کدرې نه کړم دفرياد لاره مې پرېښودله
بورې هوسۍ راته کټ مټ افغانستان ياداوه
غشي مې مات کړل دصياد لاره مې پرېښودله
٢١_١٠_٢٠٠٤