پښتو ادب · شاعران
بشير احمد ((پرهر )) ننګرهار
د بشير احمد ((پرهر )) ننګرهار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دپښتو ژبي وتلي سندرغاړي ګلنار بيګم ته !بشپړ شعر ولولئ
دپښتو ژبي وتلي سندرغاړي ګلنار بيګم ته !
بشير احمد ((پرهر )) ننګرهار
بس يو غږ ته دي همه جهان لوګي شـه
دوزخي ژبه دي څومره جنتي کـــــــــــړه
سُراوتال ته يې بلبل ګوته په خوله دي
تاله مونږه دهنر ورکه نيســــــــــتي کړه
چي پولادو نه هم کلک ووهغه زړونه
ستايوې ټپي ته ټول اوبه اوبه شــــول
اوچي ستــــــــــادترنم ډولۍ يي راوړه
دخيبراودشمشا د اننګي سره شـــول
منم ستا به ياديدو داشنــــــــــــــــــا کلي
چي ترڅنګه يي تل شنه فصلونه زانګي
خولدي به ناخبره وي ګل څانــــــــــــګي
چي قامت پوري دي څومره زړونه زانګي
چيرته لاړي زوروري څه دي وکــــــــــړه
ته مـــــــــــوګل هم دپټکي هم دوربل وي
ستادنوم له تورو داسي معلوميـــــــږي
که دوزخ وي نوهم ته به پکـــــي ګل وي
دامنو چي به وي سپين کفــــن کي تاوه
له ګوګل بدي تازه وينـــــــــــــي راڅاڅي
خوداستاپه جادوګــــر غږ مو باور دي
چي هروخت به ورته مړي ارواوي ناڅي
هغه تيرشو چي دي قدر په چـــــــــــــــانه و
ددوزخ دپاکي ژبي سنــــــــــــــــدرمار ي
دګودردکودو لپه کــــــــــــــــــــــــــي دعاده
چي هډونه دي هوسا اوســــــــــه ګلناري
٣٠ /٣/١٣٨١کابل پوهنتون