پښتو ادب · شاعران
ستر بابا خوشحال خان خټک
د ستر بابا خوشحال خان خټک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ستر بابا خوشحال خان خټک
كه هرڅو په سرد خېال دستار زرين ږدې
عاقبت به سرد خاورو په بالين ږدې
د سليمان غوندي هم پرېوته له تخته
په فرس باندي به څو د زرو زين ږدې
په ارمان په خالي لاس ورځني درومې
كه كور كي په هر لوري سره او سپين ږدې
تا په زړه كي سل خدايان دي كښېنولې
راته وايه سر و چا ته په زمين ږدې
د غفلت تسبيح په شپه او ورځ كښي باسي
څو منت به په كرام الكاتيبين ږدې
كه اسلام د خلكو دادى او خو بويه
چي هندو غوندي ټيكه په خپل جبين ږدې