د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ليلما الفت

د ليلما الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

زموږ کلی دي هم ولايت شيبشپړ شعر ولولئ

زموږ کلی دي هم ولايت شي

ليلما الفت

زموږ کلی دي هم ولايت شي

پر هــــــــــــــــــــــــــــا قوم هغه اوګړودي لعنت شي

چه ژوندۍ ژبـــــــــــــــــــه ترې ورکه په غفلت شي

يا هغه چه په شمار په برخـــــــــــــــــــــــــه ډير وي

خو نصيب ئې اخير نـــــــــــــــــــــوم د اقليت شي

دا شعار دئ زما و هـــــــــــــــــــــــــــــــر هغه ټبر ته

چه ئې ورک ملي هويت ملي وحــــــــــدت شي

داسي ښکاري هـــــــــا پنځوس پېړۍ تاريخ به

نن بر باد په ښکلي نـــــــــــــــــوم د سخاوت شي

د پښتون د ننـــــــــــــــګ په نوم مي شرم راسي

زما ئې څه که دا پنجشير نن مملــــــــــکت شي

که حقوق د ټولو يـــــــــــــــو دي په قانون کي ؟

نو مو حق دئ دا قانـــــــــــــون دي مراعت شي

د کــــــــــــــــــــــرزي څه هم زموږ غوښتنه داده

خامخا دي زمـــــــــــــــــــــــــوږ کلئ ولايت شي

کليفورنيا ،امريکاء