د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد زيب منتظر

د محمد زيب منتظر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دا وطن د پښتنو دیبشپړ شعر ولولئ

دا وطن د پښتنو دی

محمد زيب منتظر

وطن

دا وطن زمونږه تن دی

تن مو ځا ر تر دى وطن دی

ده کې موږ خپوړې کړې

دا مو کوردا مو مد فن دی

تل تور مخئ او سرټيټي

تښتيدلی يې دښمن دی

په خاطر د ازادئ يې

موږ منلی ګور، کفن دی

دجنت تر شنوباغو يې

ښکلی د ښت، کوه او دامن دی

دا وطن د پښتنو دی

د غيرت او ننګ مخزن دی

26/3/1989

تاشکند- ازبکستان