پښتو ادب · شاعران
عبدالهادي ريشأ – کراچي
د عبدالهادي ريشأ - کراچي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ونګه ونګه :: ساندي دي بغاري، سوي کرږي دي . . .بشپړ شعر ولولئ
ونګه ونګه :: ساندي دي بغاري، سوي کرږي دي . . .
عبدالهادي ريشأ - کراچي
ونګه، ونګه
بل مي پاروي ورور ته پـــه جنــګ ســـره
موږ نابود وي په هر نيـــرنګ ســـــره
يو افغان يې څو ځايـــه وېشــــلئ دئ
هر يو يې رنګړي په بــل رنــــګ سره
سانــدي دي بــغاري، سوي کــرږي دي
وړکي په زانګو کي په غورځنــګ سره
ګوري مور و پلار تــــه ژبه نــه لري
داسي ورته وايي په ونګ، ونګ سره
دا هيواد نيکو درتــــــه سپــــارلی دئ
وې ساتئ ترموږ پوري په ننګ ســـــره
مه پرېږدئ و مــوږ ته اينده بــــدۍ
يو سئ، متحد سئ په دړدنګ سره
ستاسي په يو والي کي بقا ده زموږ
واياست د ورورۍ اهنګ په شرنګ سره
ماته د ماشوم پـــــــر حــــال ژړا راغله
زړه د ريشـأ وسو په سـو ځنګ ســره
کراچي ١٣٧٣لمريز کال