د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غفور لېوال – امريکا

د غفور لېوال - امريکا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

... چي جګړه ماران وبخښي ؟بشپړ شعر ولولئ

... چي جګړه ماران وبخښي ؟

غفور لېوال - امريکا

پوښتنه :

"ايا دومره لويه بښنه هم شته ، چې جګړه ما ران هم وبښي ؟"

نه پوهيږم

دنيا يو بل توپان په سر اخيستې

بيادديوانوپه سرونو کې چينجي ښورېږي

اوبشر يت په خپله سپينه ټنډه ﻻهم دجګړې داغ لري

دانسانيت دپيدايښت له ورځې

زموږ تار يخ د دوو سترو ګناهونو په دوزخ کې سوځي

يو "غلامي" او بل "جګړه " او وژل

خدای "ج" دانسان د بدمرغيو توق ددغو شيطانانو پهﻻسو کې ايښی

د "غلامۍ" شيطان دعدل بوړبوکۍ کې مړ شو

خو " جګړه "

_اخ خدای "ج" دې پرې مور بوره کړي _

ﻻهم دستر بابا ادم داوﻻدې شرم دی

دنيا يو بل توپان په سر اخيستې

قيامت به راشي خو حيران يم چې زموږ غاړې به

دجګړه مارو تر ګناه ﻻندې کږې تر خدايه څنګه ورځي ؟!!

١٣٨٤وری٢٦

مريلند پوهنتون

امر يکه