د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ل ( مين )

د ل ( مين ) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

قومندان شورا ته ځيبشپړ شعر ولولئ

قومندان شورا ته ځي

ل ( مين )

ووې قوماندان : مجاهدینو ما ته وګورئ !

روی د پاک رسول، د مدینې مولا ته وګورئ

کفر وطن لاندې کړ، لږ دې بلا ته وګورئ

باب شو ولسمشر ، دې ساری وبا ته وګورئ

ما ته رأیه راکړئ که له کفره خلاصیده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

سم سوتره ځان پوه کړئ ‍ دغازیانو زه کاندید یمه

بر دجګړه مارو پاټکیانو زه کاندید یمه

کوز د « آی اس آی » د پنجابیانو زه کاندید یمه

بل د ځان وژونکو عربيانو زه کاندید یمه

ما ته رأیه راکړئ که د دین لپاره ښه غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

زه ستاسي د سیمې قومندان، د تاسې پلار یمه

زه د یرغلګرو جهادیانو یو سردار یمه

زه د سخت دریځو مشرانو افتخار یمه

ما ته را تسليم شئ ، زه همهغه ټوپکمار یمه

و واياست بدمخو نورزما په شان کې څه غواړئ

چېرې تر ما ښه غواړئ ؟

موږ په پارلمان کې ېوه تګلاره جهادي غواړو

موږه د اپینو د کرلو ازادي غواړو

موږ د جګړه مارو ټوپکیانو ابادي غواړو

موږه د ملګرو ملتونو بربادي غواړو

نورپه دې مرام کې تر دې پورته څه خواږه غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

زه چې قومندان یم هم حاجي، حاجي وکیل به شم

نوم مې خلل خان دی ، نوم به واړوم خلیل به شم

کله چې وکیل شم، که خرګوټی یمه پیل به شم

اوس که تش کډو یم، مرچکي او زنجپیل به شم

سره پونډ به دروويشم که تاسي له ما سره غواړي

نور له ما نه څه غواړې ؟

زه که رأیه یوسم جمهوري په جمهوري وهم

واک به زما خپل وي خونارې به د وروري وهم

ساز به پخوانی وي خونغمه به یې عصري وهم

پټه غلا به پرېږدم خزانه به حضوري وهم

تاسي چې زما د دبدبې پراخېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

زه که رأیه یوسمه ، جهاد به رویکار کمه

بیا به تاسي ګرده خاوندان د اقتدار کمه

بیرته به رواج د قاچاقونو کارو بار کمه

نوي هېروئین به بازارونو ته تیار کمه

اې خانه خرابو له وکیل څخه نور څه غواړئ

بد غواړئ که ښه غواړئ ؟

زه که رأیه یوسم، ستاسي ستونزي به اسانه شي

بل جهاد به پیل شي ، او خبرې به روانې شي

بیا به د تریاکو روپۍ بیرته پریمانه شي

ستاسي کنډوالې او ورانې خونې به ودانې شي

ټینګ شئ دغه کار ته که پنځه واره واده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

ما شورا ته واستوئ چې خلاص مو له خوارۍ کمه

زه به سرکاري شم تاسي ټول به سرکاری کمه

څوک دې هسي نه نګیري چې بیا به خرکاری کمه

یا به د جومات د غلا په توکو جواري کمه

دغه کار ته ټینګ شئ، که د نس ماړه کېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

ښځې درنه لاړې له یوې مخې سرکاري شولې

کور نه لاس په سرشوې، د یونو کاروباري شولې

وګورئ عالمه پاکې نجوني مکتبي شولې

لاړې بازاري شوې ، د ناولیو د یاري شولې

ما پسې لښکر شئ، که د شرم ختمېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

ما ته رأیه راکړئ ، تللې ښځې درستنې کمه

خلاصې یې له درس او له شورا او ادارې کمه

بیایې افغانی ، او مسلمانی پښتني کمه

کورکې یې چار میخ کم او په شرع یې درنې کمه

ما باندې امین کړئ که د ښځو رغېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

ولي خبر نه یاست چې څه کېږي زه پکې یمه

هر مکتب چې سوځي یا لوټېږي زه پکې یمه

ګرده کار کوونکي چې قتلېږي زه پکې یمه

چېرې چې فتنه راپورته کېږي زه پکې یمه

تاسی که رښتیا د اسامه په لاره تله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

زه یم چې زابل او اروزګان مې دړې وړې کړ

زه یم چې جومات د کندهارمې شنې لوخړې کړ

زه یم چې زرغون جلال اباد مې د اور لړې کړ

سپین ملا مې ګونګ کړ ، تورملا مې د بړبړې کړ

دغه زما لاره ده ، که زما په پلو تله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

زه یو کلینر وم په جنګونو کې رهبر شومه

بیا د بې هدفو لنډغرو سر لښکر شومه

ورو ورو په جهاد کې د ډالرو میلونر شومه

هم پروفیسور ، هم بې سنده انجینیر شومه

پنډ شئ زما شا ته که په دې راز پوهېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

اې تر ایمان ګرانو هیروئینو درنه جار شمه

زه درته لوګی شمه ، قربان شمه ، بخار شمه

دادی زه کاندید یمه چې بیا دې خدمتګار شمه

ستاسي سوداګر شم ، قاچاقبر شم و، ټیکه دار شمه

تاسي به ګلرنګو پاریسیو ته ورتله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ ؟

ل « مین »