د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالعزیز نایبي

د عبدالعزیز نایبي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالعزیز نایبي

د رحیم گل څاروان انتخاب

عبدالعزیز نایبي

ارمان داوښکو سین کې طوفانو ته رسوم

فریاد دزړه له تله زلزلو ته رسوم

دې کم عمر کې خلکو څومره درد زما نصیب شو

گیلې دشپو په لارو اسمانو ته رسوم

اور نه لرې گرځه، هسې نه چې لولپه شې

دسوي زړه اهونه مې سپرغو ته رسوم

مجلس دلیونو کې چې زه ناست دتخت پر سر یم

منصور په شان مې غاړه زه دارو ته رسوم

شرنگاه ستا دبنگړو چې ملنگان واړه خبر کړل

توصیف ستا دښکلا به کچکولو ته رسوم

دغم په میکده کې ددردو له خوند خبر شه

عزیزه ستا ضمیر به دې پیالو ته رسوم

وصالبشپړ شعر ولولئ

وصال

عبدالعزیز نایبي

زړگی مې ناقرار دی دیدنونه رانه غواړي

خمار دی دسرو شونډو شرابونه رانه غواړي

چې هر څه یې دل اسا کړم قرار نه نیسي ژړا کړي

ماشوم په شان سلگو کې سوغاتونه رانه غواړي

حسین په شانې تږي په دعا دي ذوالجلال ته

دعشق په کربلا کې بارانونه رانه غواړي

چمن دامیدو مې رقیبانو ټول پایمال کړ

خزان وهلی بڼ مې سره گلونه رانه غواړي

دشمعې په رڼا کې چې انځور ديار تصویر کړم

پتنگ مې دخیالونو پروازونه رانه غواړي

ای گلې لرې، لرې مې خبرې وکړې ډېرې

هجران ټوکلی زړه مې وصالونه رانه غواړي

رحیم گل څاروان