د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عادل اڅګزی

د عادل اڅګزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

وطنه ګل وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه ګل وطنه

عادل اڅګزی

د ګل په څېر تر و تازه اوسې ګلزار وطنه

جار صدقه سمه له تا په څو څو وار وطنه

ستا پر پالنه باندي وينه او خوله څڅوم

ستا د بقا په خاطر سر غواړم په دار وطنه

د خپلواکۍ ډېوه چي چا راؤړه انګړ ته زموږ

هغه دي اوسي تل تر تله لاله زار وطنه

که په خيرن نظر چا وکتل سمسور عدن ته

ستر ګي په بيړه به ور باسم د اغيار ، وطنه

دامي دی لوظ دامي اقرار دا مي ده ژمنه پخه

عادل به قدر درته کاندي په جار جار وطنه

٢٩ جولای ٢٠٠٢م کال چمن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅګزی

راځه چي سره ځو د پوهاوي سرمايه وګټو

د ژوند زاړۀ کتاب ته به تازه وقايه و ګټو

کابلی يخ زڼی بادمي نن له خوب سره په جنګ سولو

وای موخه مي ده دا چي د سهار مجسمه وګټو

سکروټو د توپير چي يې تڼاکي پر زړۀ وښندې

په کار ده دې وجود ته د درمل زمانه و ګټو

بر يا له به موږ هله د وران کور په رغونه سو

چي خاؤري ته ، د سولي بختوره ګاڼه و ګټو

د ړاندۀ خونکارپه سترګه کي تصويردخنجرپروت دۍ

عا د له : دې غالب ته به موږ کله ډېوه و ګټو