پښتو ادب · شاعران
فیض الله غمخور
د فیض الله غمخور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فیض الله غمخور
خوږې خوږې نغمې له ستاره تښتیدلي
د ژبې له رباب څخه بې واره تښتیدلي
دشونډو په گلونو یې وږمې دخزان راغلې
ماشومې پټ پټانې یې له ماره تښتیدلي
دغاړې سور امیل یې چا دانه دانه دی کړی
دانې دملغلرو یې له هاره تښتیدلي
سپوږمۍ دڅوارلسمې یې په گوتو پټوله
له ویرې واړه ستوري له مداره تښتیدلي
دمخ په ائینو کې یې تصویر دیار لیده شو
مړې اوښکې یې سترگو نه په داره تښتیدلي
اشنا څومره دې ستړی کړم چې هیڅ نه معلومیږې
له ستړی لاروي نه لکه لاره تښتیدلي
گومان کول حرام دي چې په کومه خوا به درومي
دا اوښه یاغي شوې له مهاره تښتیدلي
یواځې په تا څه کړمه له تانه څه جوړیږي
غمخور وطن کې پروت دی خو غمخواره تښتیدلي