پښتو ادب · شاعران
شاعر څمکنى
د شاعر څمکنى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د اطلاعاتو او کلتور نوي وزير ته ډالۍبشپړ شعر ولولئ
د اطلاعاتو او کلتور نوي وزير ته ډالۍ
شاعر څمکنى
مبارکي درته وايو خرم صاحبه
که خپل کلتور د
کړ ژوندى بيا دي منو صاحبه
جناب کرزي چې پشنهاد کړل دا پنځه وزيران
البته وي به تقوادار په نس ماړه
وزيران
د اداري فساد رشوت نه به په څنګ تېرېږي
څوک چې رشوت غواړي هغه تر نام او ننګ تېرېږي
مشکل دى زيات
چې خپل نظر پرې ځغلوم صاحبه
که خپل کلتور دي کړ ژوندى بيا دي منم صاحبه
نحمدًه و هر سړى وايي خو عمل نشته دى
وطن يې چور کړو تقوادارو بلکل غل نشته دى
که څوک خفه وي که خوشحال زه حقيقت ليکم
ه
هر څوک چې کار کوي هغه بۀ سر اوچت ليکمه
ټول خادمان به د ملت تشويقوم صاحبه
که خپل کلتور دي کړ
ژوندى بيا دي منم صاحبه
جناب کرزى کچکول په غاړه کومکونه غواړي
ټولې نړۍ نه د فقير په شان خيرونه غواړي
پيسې چې راوړي د غدار ډاکو جيبو ته لوېږي
چې ترېنه زياتې شي په ګټه بيا بانکو ته لوېږي
په خيانت به ټول
جګپوړي خبروم صاحبه
که خپل کلتور دي کړ ژوندى بيا دي منم صاحبه
زه يو شاعر د دربار حق خو پټولى نه شم
دا اسويلي نور په سينه کې پټ ساتلى نه شم
د خيانت پرده به لوڅه کړي شاعر څمکنى
د بې وسۍ په جال کې ګير
دى دا فقير څمکنى
دا خپل فرياد به هر مقام ته رسوم صاحبه
که خپل کلتور د کړ ژوندى بيا د منم صاحبه