پښتو ادب · شاعران
حبيب وقار
د حبيب وقار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
دا نړۍ داسې دهبشپړ شعر ولولئ
دا نړۍ داسې ده
حبيب وقار
يو ځلې راشه زما څنګ ته راشه
په ښکلي غږ دې يوه سندره زمزمه کړه راته
چې لږ دمه شم او سندرې څخه خوند واخلمه
ها پخوانۍ سندره
چې ولې نه راځې جانانه
يو ځل بيا ووايه
خو زه
پوهېږم ګلې
هر ځای چی ومه ستا غږ اورمه زه
او ستا پر پاکو احساساتو اوپر پاکو هيلو
ښه خبر يم
خو دغه ژوند
داسې دی
او دا نړۍ داسې ده
نړۍ له ستونزو ډكه
هر څوك آه آه وباسي
او تاچې ګورمه زه
ته هم له دې ډلې يې
او
زه پوهېږم ګلې
چی ته بل څه نه وايې
بله سندره دې په خوله نه راځي
سترګې په لاره دې ګنډلې وي
او وايې تل
دا
چی ولې نه راځې جانانه
ستا انتظار مې زلفې سپينې کړې مينه
1385\\9\\3
د ترينكوټ ښار
ګرانې همزولې زمابشپړ شعر ولولئ
ګرانې همزولې زما
حبيب وقار
ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه
دې كې دروغ نشته دې
اوښكو ته مې وګوره لږ
دغه چې مړې مړې راتويېږي
او ګرېوان لمدوي
دغه چې يوه يوه خاطره
د دوى
په ياد ورځي او ژاړي پسې
ژړا وي هر ځل ژړا
له تړمو اوښكو امېلونه جوړ كړي
هر څوك مې پوښتي
چې
ته ولې ژاړې څه پېښه ده
خو حال ويلى نشم
ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه
زه چې په لاره وم روان
ما سره هېڅوك نه وي
او زه غږېږمه بې واك اختياره
داټول د مينې اغېز ما باندې دى
لارې ته
نه ګورم
روان ومه سوچونه كوم
پښه مې پر تيږه باندې ونښلي او پړمخې شم
چې شمه پورته ځان يواځې حس
كړم
وايم څوك نلرم دا څنګه ژوند دى
ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه
دغه د شونډو وچ پتري يې
دي څرګنده نښه
دغه چې شونډې مې چاودلې دي
ترې وينې څاڅي
دا چې خندى پرې نشم
درد راته
كړي
بيا هم زما مينه ته دروغ ګڼې
باور نلرې
زه نه پوهېږمه چې
ستا زړه له څه نه دى
جوړ
ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه
د ستا كوڅې ته چې درځمه
له ماشومه پوښتم
پوښتم چې
څنګه يې ته
كورته درتلاى نشم
له دود وېرېږم
نه چې تورن شمه
او مينه كې ناكام پاتې شم
دا
آزموينه يو ځلي تېرېږي
ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه
هر څه چې ته وايې منمه يې
خو مينه پالم
يو څه منلى نشم
دا چې انكار وكړې له مينې
او يواځې شمه
پر تا مين يمه ريښتيا مين
يم
ماسره مينه وكړه
ماسره مينه وكړه
ګرانې همزولې زما
ګرانې همزولې زما
1384\\1\
14
وردګ چك