پښتو ادب · شاعران
عبد الباري غيرت
د عبد الباري غيرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
سپينه خبرهبشپړ شعر ولولئ
سپينه خبره
عبد الباري غيرت
سپينه خبره
له حوصلې څخه کار واخله بوشه تاته
وايم
د تاملت د تا شورا د تا سنا ته وايم
اصلي خادم د وطن زه يم چه په غم کې يې يم
دهيوادوالو د
زړه سوز به پاک الله ته وايم
نه ژينيوا نه د بشر حقوق نه نور څه شته دي
دا چه ملت مي تباه کېږي
دا به چا ته وايم
څومره افغان چه وژل کېږي وايي دا هم کم دي
د توني بليير بي بنياده مدعا ته وايم
زه کندهار که ننګرهار او که کنړ وښايم
زه په هلمند که ارزګان که به پکتيا ته وايم
د افغانانو سټه ووته له بيخه ځيني
دغه خبره به آشنا او نا آشنا ته وايم
په ړوندبمبارد
باندي يي کلي او کورونه وران کړل
دا چي بيځايه وژل کېږي يوناما ته وايم
د بي ګناه وژل اسلام دي
ناروا ګڼلي
دغه خبره ټول جهان ټولي دنيا ته وايم
صلحدوستي او محبت پيدا په زړونو کې
کړي
دا چه جهان تباه کوي دغي مافيا ته وايم
په پرون ژاړمه په نن خو څه تدبير دي پکار
څه چه
پيښيږي نو هغه به بيا سبا ته وايم
غيرت خو وايي په انسان کې ترحم کړي پيدا
څولئ سوالونه به د
پاک الله درګاه ته وايم