پښتو ادب · شاعران
فدا حميمي
د فدا حميمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
بېګانه کليبشپړ شعر ولولئ
بېګانه کلي
فدا حميمي
زه بېګانه کلي ته راغلمه خپلوا ن لټوم
دخپله ځانه څخه ورک يمه
خپل ځان لټوم
زه پر هغه کړي کارونوچي پښيمانه يمه
چي رقيبانو ته ور تلمه چي جانان لټوم
هيڅ نه کميږ ي ددنيا بيوفايي زما سر ه
چي اخترونه دپرديو پر ديګدان لټوم
دشاپير يو په
ښا يست خطا وتلي ومه
وقوه قاف ته را نږدي سوم پيرانيان لټوم
بدنيته خلګ په خدمت دخلګو ځان سپم
وي
زه داعيبونه نن پخپله پر خپل ځان لټوم
ډير خلګ نه وځي له کوره چي ورک نسي پرلار
ګوره وم
اته چي پر هرځاي هر بيابان لټوم
له صداقته پر هر چابا ندي با ور کومه
دبخيلانو په ټولۍ کي مهربان لټوم
ګوره اثر ته دساز مړ بې له ډير خونده سمه
دسور شپيلۍ دپؤ کولو هغه ځوان لټوم
فدا يې وم فدا يې يم فدا بې سمه هر وخت
ترښاسته ؤ ښايسته په هر زمان لټوم
دزړه زخمو نهبشپړ شعر ولولئ
دزړه زخمو نه
فدا حميمي
راسه چی دزړه سوی زخمونه در ښکا ره کمه.
پټه خو له که نيسي
چي رازونه درښکا ره کمه.
ما ته د لقما ن او مسيحا خبری مکو ه.
راسه چي تردوۍښه علاجونه در ښکاره
کمه.
نور مي درندانواوساقيانو سره کار نسته.
راسه چي تقوا اؤ محرابونه درښکاره کمه.
ولاړي هغه شپې چي مي دورځوپه خيال روڼي کړې.
راسه چي په سپينه ورځ خوبونه درښکاره کمه.
ولي راته وايې چي دي مينه په رشتيا نه ده.
راسه دځيګر جوړ کبابونه در ښکا ره کمه.
داژړا مي څه ده چي
اغيارو نن ليدلي ده.
راسه چي داوښکو دريابونه در ښکاره کمه.
هلته دي منمه که فداته په خندا ګوری.
راسه د خندا دا تاثيرونه در ښکاره کمه