د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټرعبدالرازق (یاسین زی )

د ډاکټرعبدالرازق (یاسین زی ) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

اختره مه راځهبشپړ شعر ولولئ

اختره مه راځه

ډاکټرعبدالرازق (یاسین زی )

اختره مه راځه دی خواته چه خفه نشی
زمونږدکلی قتل ګاه ته چه
خفه نشی
په هغو ورشه چه یی زړونه وی خوشحال
ټینګ به نه شی دی ژړاته چه خفه نشی
دا دویر نه ډک محل ته راځی
څنګه
دلته ناست هریودقبرخواته چه خفه نشی
په څه کیږدمه نکریزی لاس می نه شته
ما نذر کړی خپل مولاته چه
خفه نشی
اختره لاړشه دا زمونږ دکلی وځه
ته یی مخکی مونږه شاته چه خفه نشی
جامی څیری خولی او بوټان نه شته

همزولی تعنه راکوی ماته چه خفه نشی
اختر هغه اختر چه پلاراو ځوی وی سره
یتیم نعری وهی ابا ته چه خفه نشی

څوک به کش کړی پری لاس د محبت
یاسین زی امید وکی چاته چه خفه نشی

کوهاټ—غلام بانډه