د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شرف الدین عظیمی

د شرف الدین عظیمی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

پسرلىبشپړ شعر ولولئ

پسرلى

شرف الدین عظیمی

بيا پسرلې راغی اوښکلی راغی
هغه دسوي زړه کيسه راغلله
هغه دسټ مين دردونه راغلل
هغه دستړي زړه ارمان مې راغی
هغه دډېروتېنده کوپسرلی
چې وچکالۍ ورشکولی ګريوان
ريښې ريښې یې
اوس په غاړه پروت ده
لږ غوندې پړاوملامت ښکاريږي
هغه چي تږي او ستي ستي ده
لکه داوړي يوخوارکښ لوګري
هغه چې تږی ده خولې خولې ده
خو بيا راغلی ده او ښکولی راغی
هغه سپرلی چې یې وګمې راوړلې
هغه چې ښکولې سپين
ګلان یې راوړل
زمونږ نارنج او دمڼو ونوته
هغه چې بيا به کليوالې پيغلې واخلي چمبې
او دپسرلي سرود به وغږ
وي
هغه دتېر په شانې بيا را غلې
هغه دتالاندو برښناپسرلی
هغه چې بيابه جګو غروته خېزي
ها چې به بياسپين مرخيړي لټوو
هغه چې بيا به توري وريځي راشي
دهسکو غرونو او اسمان خواوته
لکه ما ران دښکولې پيغلې زلفې
چې
دسپين مخ په خواکه تا ورا تا وشي
او يو شان ټا ل وخري خورې ورې شي
هو! هما غه شان را غی ښکولی راغی
چی بيا
کوچی خپله رمه له سرکړي
او بيا یې لرې غروته وخيزوي
او بيا له هغو هسکو هسکو غرونه
له يوې ماتې اوزړې شپيلي
نه
دښکلوکليواوبانډو خلکو ته
دخپل لها نده اولالهاند ژوندون
يو څوسندرې زمزمه رالېږي

دډیورنډ کرښهبشپړ شعر ولولئ

دډیورنډ کرښه

شرف الدین عظیمی

شرف الدین عظیمی
ګوره چې هیڅکله مو هيره نه یې
په ما تر
هر څه ګرانې
زبدي ياد ساتمه
په خاطروکې مې یې
ګرانې له سلوکلوډېر تېرېږي
چې انتظار دې کوم
چې ورځ شي شپه دې
څارم
اې دانګريزو هوډه
د پـښتنو زوال شوې
خولا معلومه نشوې
اې ناڅرګندې پولې
اې نامعلوم سرح
ده
خدايزده په کومه کښ شوې
خدايه داچا لاسلیک کړه
دادې ډ‌يورن ملنډه
زیې تنها پريښودم
له وينو ډک قلم
ته
دشاعرۍ ماحول کې
دنااوميندۍ ګرداب ته
اي دې بې ننګو کرښې
زما دغزل عنوان شوې
هره لحظه دې ليکم
هره
شيبه دې لولم
خداې(ج) خبر چا وه کښلې
زه دې په او ښکو مينځم
دزړه پسر باندې مې وليکل شوې
لکه يتيم درته
سلګۍ وهمه
سترګې به پټې کړمه وبه ژاړم
زه خپل پښتون قوم ته چې دوه ځايه شو
زه پښتنو ته چې په ملا مات شوله
اې زما د زړه په سر ولاړ ديواله
نور به دې ونړوم وران به دې کړم
هلته خيبراو پيښور پاتې دي
کله په دې
خبره پوه یې که نه
زما دټول عمردخوب تعبيريې
هله به زما دزړه ټڼا کې وچوي
چې خپل بيرغ په هټک ورپوم
زه
به بياهغه وخت غزل ليکمه
دخپل سرتېري او خپل پوځ لپاره
چې دې بابا په سرحد ودريږي
او دبابا په پلونو پښه
ورکيږدي