پښتو ادب · شاعران
جانان مومن
د جانان مومن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ولسه!بشپړ شعر ولولئ
ولسه!
جانان مومن
اې دردېدلې، كړېدلې او ستومان ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په
امان ولسه
راسه له تا سره نن وكمه د زړه خــــــــــــبري
چي په اوجود كي مي دننه خوري هغه خبري
درته به ټولي يو په يو وكمه زه خبــــــــــــــــري
له ډېره وخته مي په زړه كي وې ويران ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په امان ولســــــــه
راسه و تاته ستا له لاسه شين زړګى وښيـــم
راسه چي
دوسته درته په نښه او پردى وښيم
ستا د بچو هر ښېګڼــــــه او كمى وښيـــــــــــــم
درته خالي به ډك زړګــــى كـــم همدا آن ولسه
نور دي له هري بلا غواړم پــــه امـــان ولسه
وايه ولسه ستا ګناه څه
او تا څه كړي دي
كومي خبري د خالق دي چي تا نه كړي دي
وايه ولسه تا تر اوسه په ژوند ښه كړي دي
چي ټوله ژوند
دي په غمونو كي دى ګران ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په امان ولســـــه
ولسه ما دي د تاريخ
پاڼي كتلــــــي ټولـــه
او ستا د تېر ژوندون په اړه مي لوستلي ټوله
هلته مي ښه او بد دي يو په يو ليدلي
ټولــه
در ته پېښ كړى خپل بچو تر اوسه زيان ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په امان ولســـه
ولسه تا دي تر دې دمه ديدنۍ ليدلــــي
جنګونه تا، جګړې دي تا او تا خوارۍ ليدلي
خوښي پردۍ ده تا تر اوسه دي ورانۍ ليدلي
دا دي بچيان دي چي دي نه پرېږدي خندان ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په امان ولســـه
ولسه كله به خوشحال او ښه ژوندون ولرې
د خپل بچو تر منځ يووالى او سمون ولرې
د پرمختللي نړۍ لوري ته
به يون ولـــــرې
كله به سيال سې له سيالانو سره جان ولسه
نور دي له هري بلا غواړم په امان ولـــسه
بسته ولسه نور دي خداى ج له دې تيارو بهر كه
نور دي د ژوند هره شېبه او هر ګړى بهــــــتر كه
د يو
نېكمرغه سباون پر لور دي خداى ج سفر كه
ستا دي په برخه سي راتلونكى ښه روښان ولسه
نور دي له هري بلا غواړم
په امــان ولســـــــــه
په خداى ج باور چي زه په تا يمه خپه ولسه
ځكه ملنګ ته ده د سپو غپــــــا يوه ولسه
نور دي د خپلو او پردو توپير كوه ولسه
ستا ارامي د مومن جان د زړه ارمان ولسه
نور دي له هري
بلا غواړم په امان ولسه
كندهار ښار
1386/12/6