پښتو ادب · شاعران
حاجي محمد نعیم شباب – چمن
د حاجي محمد نعیم شباب - چمن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
آزاد نظمبشپړ شعر ولولئ
آزاد نظم
حاجي محمد نعیم شباب - چمن
يوه ورځ په سره غرمه کي
زړه راته داسي ويل
راسه! زده
کړه
داازاد نظمونه
پکښي وهه فکرونه
چي وي پکښي رنګونه
داهم يو لارده دښکلې
ځکه تل ژباړي
دمين دراز او نياز خبري
هم دخوږمن زړه دآواز خبري
ما
په جواب کي ورته داوويل
که ستا ده خوښه دالار
زه يې قبلوم په تلوار
دادی قلم او کاغذ
مي شاهدان و نېول
تاته نظمونه ليکم
ځان
پکښي نه سپموم