د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالودود پښتونځار

د عبدالودود پښتونځار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې!بشپړ شعر ولولئ

اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې!

عبدالودود پښتونځار

اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې!
درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې
شوې.
د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه لوګی،لوګی شوې.
ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه
ورکړ.
ګهيځ چې له خوبه راويښ شوم،په کوټه کې مې خوره وره پرته وې. ستا اوښکې مې چې وليدې نو مې
پام، شو چې دا خو دې زما کوټه راچټله کړېده. نو ژر_ژر مې ستا کاڼى شوې اوښکې، چې زما د بقا لپاره ستا له سپين ګلالي مخ نه رابهېدلې وې راټولې کړې او دزړه دقرارولو په خاطر مې د ډېران په منځ کې
وغورځولې!
نو،اې شمعې!
يواځې ته يې!چې ماتر هر چا ښۀ پېژنې،چې زه څومره مطلب پرست،بې احساسه او بې وفاحيوان
يم