پښتو ادب · شاعران
خلیل ا
د خلیل ا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
دښکلو مینــــــــــــــــــــــــــــــــــهبشپړ شعر ولولئ
دښکلو مینــــــــــــــــــــــــــــــــــه
خلیل ا
د ښکلو سترگو سره مینه لرم
هم یې کتلو سره مینه لرم
پخپله عشق کي ناکام شوى يمه
خو له مینو سره مینه لرم
اور د هجران کړم له ژوندونه بېزار
ښکلو ځپلو سره مینه لرم
دسترگو غشی مي په زړه ولاړ
دی
داسي ښکار زنو سره مینه لرم
نشه مي خوښه له ازله نه ده
د جام راوړلو سره مینه لرم
د یار خندا مي هومره خوښه نه ده
زه له ښکنځلو سره مینه لرم
و صلت یې ما نه
دى موندلی چیرته
خود یې لیدلو سره مینه لــــرم
زړه یې زما کړ له كوگل نه جدا
داسي
لوټگرو سره مینه لــــرم
کراري میني مي ژوندون را تریخ کړ
له دینه پس غوغا سره مینه لرم
خــلـــــــــیـــــــــله یار دي ترحم نه لری
وایـــــــــــــــــــي وژلو سره مینه لرم
خلیل الله تاج وردک
وردک 27/11/04