د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سباوون (سويډن)

د سباوون (سويډن) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سباوون (سويډن)

غزل

چې نسيم د سهر یې په رخسار لږي

واه، څمره بختور دی چې په یار لږي

آ پرخه چې د ګل په تندي څاڅکه شي

هم د ګل په مخ او هم ېې په خار لږي

نورې خکلې زر ګزاره کړي
په یو زړه

زر زړونه ستا په یو ګزار لږي

ته به بې شکه په پټو سترګو وار کړې

خو یاره ستا په نخښه هر ګزار لږي

دمره کبر بد وي شمع رویه آشنا

نن وي که سبا د
غریب ضرور آزار لږي

بعد له وخته په خندا شوې سباوونه

ګواکې نن دې بیا په زړه یاد د یار لږي

سباوون (سويډن) 20080524