د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد حسن ميرزادي

د محمد حسن ميرزادي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد حسن ميرزادي

غزل

تاو مي کړه دحُسن په لمبو کي مي راونقاړه

اۍ! سپيني کوتري په وزرو کي مي راونغاړه

والوزه پرواز وکړه د ميني دنيا وگوره

مام درسره يوسه په پنجو کي مي راونغاړه

بي شرابو مست مي کړه خُمار خُمار چې ګرځمه

ستا په سپينه خوله او سرولبو کي مي راونغاړه

ته چې
دا دميني سترګي هي خوا دي خوا ګرځوي

ماته يې رازده کړه په ليموکي مي راونغاړه

ځکه خودى ستايم چې
دى زړه پاک اوسپڅلي دى

راشه دخپل زړه په دهلېزو کې مي راونغاړه

محمد حسن ميرزادي

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

محمد حسن ميرزادي

څلوريځه :

دا خو ليونتوب ندى جانانه چې خبري کړم

ته که خپه کيږي
خاموشې به ځان ته غوره کړم

نه غواړم خپه شي ستا خپګان دځان خپګان ګڼم

ته چې خوشحالېږي ملنګې به ځان ته
غور کړم

محمد حسن ميرزادي