پښتو ادب · شاعران
شکېبا څ انګه آماج
د شکېبا څ انګه آماج پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
په پټه سرهبشپړ شعر ولولئ
په پټه سره
شکېبا څ انګه آماج
دا د د اردو ژبې هغه ژباړه ده چې شکېبا څانګې آماج خپل برخليک پکې ي له پخوا داسې انځور کړي.
په پټه سره
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې ولاړه شم
له نړۍ زه
په هغه ورځ به نشي خبر
ور او دېوال هم
وبه ژاړي اسمان هم
.........
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې پرېږدم نړۍ زه
په هغه ورځ به نشي خبر
خپل او نه پردي هم
وبه چلېږي سيلۍ هم
.........
يوه ورځ په
پټه او په غلا سره
کله چې پرې شي له نړۍ سره اړيکې زما
په هغه ورځ به جوړه شي مېله د وينو
د اغزو به وي لم
نه
د نړۍ د رنګينو نه د زمکې تر تيارو
.........
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې ټوله شي لمنه له نړۍ نه زم
ا
په هغه ورځ به نشي خبر
کله چې وژاړي ورېځې او وورېږي
خواره به شي او وبه بهېږي رانجه د سترګو د چا
او،
ولاړه به شي تر هغې چې ډاګونه شي زرغون
يوه ورځ په پټه او په غلا سره!!!