پښتو ادب · شاعران
شېرمحمد شباب
د شېرمحمد شباب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
دغلته ناوې ځوانيمرګه شولهبشپړ شعر ولولئ
دغلته ناوې ځوانيمرګه شوله
شېرمحمد شباب
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
نن دكوم كلي په وګړوباندې
له شنه آسمانه سره اورونه راغلل
دكوم واده په سندريزه فضا
ربه ژړاغوني
اوازونه راغلل
ښكلي ټپې يې په سرووينوسرې دي
دهرورڅي په سربامونه راغلل
هلته دوخت فرغون وخرښيده
دلته
دوينوسېلابونه راغلل
تورې بلاوې په هواګرځيدې
په ځمكه توردغم دودونه راغلل
ابۍ دخپل بچي په ويركې ژړل
په
سپين سهارتورمښامونه راغلل
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
دغلته ناوې
ځوانيمرګه شوله
دلته هم زوم هم يې آرمان شهيددى
دآرمان ډك زړونه تاله واله شول
يودوه خوناواړه كاروان شهيددى
پكې سُرخولي ماشومان ورېژيدل
دلته دمينې ډك داستان شهيددى
واړه حقونه د بشر ژوبل شول
مينه شهيده
شوه جانان شهيددى
چې يې ملګروبدرګه كوله
آه دواده څه ښكلى ځوان شهيددى
ناوې په سرووينوكې لته پته
بنګړي
تاله شول اوپېزوان شهيددى
په خپلووينويې لاسونه سره دي
په ښكلي ژوند يې طوفانونه راغلل
نن مې يوداسې
بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
خوله بګرامه خپريدونكى خبر
وايي چې مونږتروريستان وژلي
مونږدواده په خوشحالۍ څه خبر
بس نن موګڼ شمېرافغانان وژلي
دغه زمونږه سليبيت ته ګواښ دى
ځكه مو هغه م
اشومان وژلي
ناوې ته نوم دجنګيالي وركوي
وايي چې ټول مودښمنان وژلي
بياولسمشر كميسيون وټاكه
چې ورشى
دايې كوم كسان وژلي
جيب يې ورډك كړى چې نورغږونكړي
چې يې زمونږه خپل خپلوان وژلي
ګني په كوريې سره فوځونه راغلل
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
بيادكوم كلي په وګړوباندې
له شنه آسم
انه سره اورونه راغلل
اوكرائين ادېسه
دملت دښمن ته پيغامبشپړ شعر ولولئ
دملت دښمن ته پيغام
شېرمحمد شباب
زمادزړه پدې ناصُروزخمو
بس دى مالګينې مالګې مادوړوه
لكه
دوږي ليوه زماپرسينه
نوردبېلتون نوكارې ماكرښوه
پرون دزماوينه هډونه پلورل
نن مې پوستكى رانه م
ااړوه
ماپه ټټركې دخداى نوم ساتلى
ورته خيرن لاسونه مااوږدوه
زمادكاله دكشمالوپرپاڼو
نوردااغزن لاسونه ماتېروه
پښتانې څانګې بغاوت ونكړي
نورترې تنكي ګلونه ماريژوه
بس كړه دوخت داشنايانواشنا
ماپه دوه مخي څېره ماغولوه
په ازادژوندكې هېڅ خطرنلرم
په نااشنانامه مې ماوېروه
تازماورور په دښمنۍ
واړوه
زوى دخپل پلار له لارې مابېلوه
بس ګړه دشنوسترګوخاونده بس كړه
زمادزړه رازونه ماراسپړه
ستړي دُعامې تراسمانه لاړې
زماپه انګړكې غوغاماجوړوه
مالاپخوادپلارځواني ژړلي
بيامې دورورپه
ځوانۍ ماژړاوه
لكه فرغون دنسيب اسپادې
درودِنيل په مينځ كې ماغرقوه
پرېږده چې خپله غاريبي وژړم
زماپركوربڅري ماوروه
خداى ته اميدلرم چې تېربه شمه
دلوړولوړوګړنګونوپه سر
خوته باخپله پكې وغورځېږې
دكبر،جبر،دظلمونوپرسر
بيابه اسمان هم ستاپه نګه نه وي
بيابه ته ويركړې دويرونوپرسر
بيابه دنياستانندارې ته راځي
ته باوې پروت دډيرانونوپرسر
اوكراين ادېسه
دچنارترسيورې لاندې ادبي ټولنه