د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حبیب ګل توتاخیل

د حبیب ګل توتاخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

څلوریزهبشپړ شعر ولولئ

څلوریزه

حبیب ګل توتاخیل

لا تر اوسه لیونې یم لیونتوب یمه جنون یم

په ازل کې مې غمونه له ازله
زړه چاودون یم

لږ د عقل پیالې راکړه چې رندانو کې حساب شم

زه له پیله په دې سوال یم زه اخته په خپل سم
ون یم

جنتبشپړ شعر ولولئ

جنت

حبیب ګل توتاخیل

جنت

د دنګ چنار لاندې

هلته رڼه چینه وه

رڼې اوبه لکه د اوښکو په
شان

خو په مستۍ کې یې سندرې کړلې

چنار هم خپلې څڼې اچولې

پیغلوټو کړس کړس خنداګانې کړلې

باد
هم په خپله زمزمه ګې ډوب وو

د ګودر غاړه د جنت انځور وه

اوس هم

چېنه سړه اوبه رڼې دي

لکه د
اوښکو په شان

سندری نه کړي هسې مړې بهیږي

چنار یی اور اخیستې

او د ګودر په غاړه

د مات
منګي یو څو ټوتې پرتې دي

حبیب ګل توتاخیل