پښتو ادب · شاعران
داؤد شاه زمری
د داؤد شاه زمری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
څلوریځهبشپړ شعر ولولئ
څلوریځه
داؤد شاه زمری
څلوریځه
ته مي کعبه،ته مي سجده ئي ګراني
ته مي د ژوند ښکلی ډیوه ئي کراني
بې تا چې ژوند وي،ژوند کښي ندئ حساب
ته مي په ژوند کښي خاطره ئي ګراني
داؤد شاه
زمری - کندهار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داؤد شاه زمری
غزل
نه جنګ او نه جګړي وای د خوښۍ سره مو ژوند وای٠
د شنه اسمان لمن
کښې د شپیلۍ سره مو ژوند وای٠
پښتو وای صداقت وای پښتانه وای ورورولي وای٠
د سپینو پښتنو او پرګنو
سره مو ژوند وای٠
نه چال وای نه چم وای او نه دا بازار تیزي وای٠
د خپل کلتور رواج اود موډو سره مو
ژوند وای٠
پګړۍ مو هسکي هسکي و اسمان ته رسیدلای٠
هوتک میرویس ژوندی وای د ابدال سره مو ژوند
وای٠
دا څه را باندي وشوه او څه کیږي نه پوهیږم٠
یو ښه پاکه فضا وای شنه اسمان سره مو ژوند
وای٠
دا کرکي نفرتونه عداوت لا نور څه غواړي؟
دا لویه کرښه نه پښتونستان سره مو ژوند وای٠
داؤد شاه زمری
کند هار نوی ښار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داؤد شاه زمری
غزل
موجونه ځي راځي د طوفانو سره اشنا یو
د وخت د دی کافرو دسیسو
سره اشنا یو
جهان ته مو ښکاره او برملا دی دا ویلي
د هر جابر د ځواک او طاقتو سره اشنا یو
دا
خیر دې چې ته ما غوندي جاهل بي عقل نئ
خو ستا د هر تخنیک او د چالو سره اشنا یو
نړی لکه چې بیا د تیروتني خوا ته درومي
ویتنامه ستا دي یاد وي موږ روسيئ سره اشنا یو
پلرو او نیکه ګانو مو مورچلي دې ساتلي
موږ ټول د هغه وخت د تاریخو سره اشنا یو
غرور او دا خروښ دي لږ څه کم که ائ اسمانه
موږ اوس ستا د بیځایه غر غړو سره اشنا یو
داؤد شاه زمری
کند هار نوی ښار
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
داؤد شاه زمری
د خوږ زړګي پرهار د ښکاريدو نده دی
جانانه ستا ستم د هيريدو
ندی
ستا ميني محبت زما شپه او ورځ نارامه کړی ده
دزړه په آينه کښي مي تصویر ستا د ليدو نه دی
داؤد شاه زمری کند هار
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
داؤد شاه زمری
گلونه پيدا نه سوه، د اغزو سره درځم
جانانه ستا محل ته، د غمو سره
درځم
قدرت مي په ازل كي، ستمونه دي ليكلي
زه زوى د تاريكو يم، د تېارو سره درځم