پښتو ادب · شاعران
خالد صافی
د خالد صافی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پیښهبشپړ شعر ولولئ
پیښه
خالد صافی
پیښه
وولس کلنه هوسئ څو شیبې کیدې چې له خوبه را ويښه شوې وه، خو زړه یې نه
کیده چې خپله د وریښمو هسې نرمه کمپله، سپنجي توشک او د بڼکو بالښت خوشې کړي. پرانیستې سترګې یې د چت به لور وې خو
داسې ښکاریده لکه په کوم شي چې سوچ کوي. یوڅو شیبې همداسې پرته وه بیا یې خپل سر پورته کړ، د دروازې څنګته په
دیوال زوړند ساعت ته یې وکتل، د سهار اتو بجو ته لس دقیقې پاتې وې. له ځایه پاڅیده، ستومانی یې وویسته او ژوره
ساه یې واخیسته. د کابل د سهار تازه هوا ورته ټول بدن تازه کړ. لومړی یې زړه نه کیدو چې خپل ځای پریږدی اوس چې دریدلې وه له پریوتونه یې ډیر خوند ورکو. په ځان يې دخوب په سپینو جامو ګلابي واړه، واړه ګلان لکه واړه څاڅکی پراته وو. ارتې جامې یې دومره سپکې وې چې هوسې هیڅ هم په خپل ځان نه احساس کول. د خپل خوب له کوټې نه ووته او په دهلیز
کې د آیینی تر مخ ودریده. د آیینې دواړه خواو ته دوه څراغه لکه دوه نرئ شمعی ایښي وو. هوسئ به تل ددې آیینې تر مخ
د خپل ځان د لیدو لپاره پښه نیولې کیده، خو له هغه مهاله چې یی د کورنئ له نورو غړو او خپلوانو اوریدلي و«دادې
هوسئ جانه هم پیغله شوه» یا «هوسئ جانې ته خداې څومره ښکلی پیغلتوب ورکړی دی» هوسئ به چې کله د آیینی مخته ودریده، نو د خپل ښکلی مخ په جاج اخیستو کې به یی هیڅ بیړه نه کوله. اوس هم د آیینی تر مخ لکه د بت هسې ساکته ودریده. او د ځان په ننداره کی غرقه شوه. ویښتان یې لا ږمنځ کړي نه وو خو بیا هم تور ویښتان يی ول، ول د شیدو په څیر
سپین مخ په دواړه خوا داسی پراته وو چې خپله هوسئ پرې مینه شوه. خپل ورین تندي، لویو تورو، تورو سترګو، نرئ
پوزې، د ګلاب د پاڼو په څیر شونډو، غونډې زنې او اوږدی غړئ چې د ټیټ ګریوان له کبله نوره هم اوږده ښکاریده، هر
یو ته په خورا مینه وکتل. یوځل بیا یی سا واخیسته، ټټریې ورسره پورته شو او خفیفه له غروره ډکه مسکا یې وکړه. نظر
یې له خپل ځانه وشکو او د پخلي ځاې به لور داسې ولاړه لکه والوځي چې. کړکئ یې پرانیسته، بهر یې وکتل، داسې ورته ښکاره شوه لکه نور ټول کابل چې دوه کړئ مخکې پاځیدلې وي. له ځان سره یې د کومې سندری زمزمه کول پیل کړل. د اوبو بوتل د راخیستلو لپاره یې یخچال پرانیست، چې په دی مهال کې یې دیوې چاودنې غږ واورید. د چاودنی غږ دومره اوچت نه و، ځکه چې
له کوم ډیر لیری ځایه راغی خو دومره دروند و لکه ټول کابل چی ولرزوی.
په همدې سهار څلورنیمې بجې
د هوسئ له کورنه ډیر لیرې د یوه خټین کور په یوه کوټه کی چې په سپین پلاستیکی ترپال فرش شوی وه یو پنځه شپیته کلن
سپین ږیرې شورنخود خرڅوونکې چې د کوټې په یوه کونج کې په یوه زړه کمپله بیده و له ځایه کیناست. په تورتم کې یې ژورې
ژورې سترګې داسې ښکاره کیدی لکه دوه قوتي او په خپل ځاي کی داسې ناست و لکه سر چې یي په وږوکی ننوتې وي. د کور نه
بهر چوپه چوپتیا خپره وه. لیرې له کوم ځایه د سپو د غپا غږ راته. هغه په خپل ځاي کی کرار ناست و، لکه د کوم څه په
اړه چې تصمیم نیسي. یو څو شیبی همدا راز ناست و چې کمزوره غوګونو یې د سهار د آذان غږ واورید. د خپل زاړه بالخت
ترڅنګ د ترپال له سرنه يی خپله پکړئ را پورته کړه، په سر یې کړه او بیا يې په دواړو لاسونو جوړه کړه. څادر يې په
اوږه واچو او ورو له ځایه پاڅید. له کوټې نه د وتلو په وخت کې يې مخامخ کوټې ته نظر واچو، د ځوئ کونډه يې، زرلښته،
له خپلو اولادونو سره لا بیده وه. په یوه زاړه نري توشک پنځه کلن جمال، درې کلنه اوږئ او یو کلنه بريښنا ګډ پراته وو، او موريې ورته نیږدی په ټغر پرته وه. صدرالدین یو شيبه تم شو دوئ ته یې وکتل، بیا يې له شکره ډک اوسیلې
وویست او روان شو.
صدرالدین چې له کوره ووت تیاره لا داسې وه لکه نیمه شپه چې وې. آسمان صاف و او خال خال
ستوري پکې ځلیدل. کله چې هغه د جومات ټیټې او خټینې ودانئ ته چې د منار پرځاي یې یو اوږد لرګې يې په سر ولاړ و او دوه
لاسپیکرونه پرې تړلي و ته ورسید، په هغه رڼا کې چې د جومات له کڼکئ څخه په کوڅه پریوته یو زوړ سړې ولید چې له یو
ماشوم سره د جومات د دروازې په لور د سهار د لمانځه لپاره روان و. کله چې جومات ته ننوت ويې لیدل چې ملا د جمعې لپاره تیارې نیسي. ورو ورو د خلکو شمیره زیاته شوه او جمعه په درې صفونو کې د ټیټ قدي ملا تر شا ودریده. د لم
انځه د خلاصیدو سره سم خلک خپاره شول. صدرلدین هم د کور په لور بیرته روان شو. آسمان اوس لږ روښانه ښکاریده
او له ځاې ځاې نه د چرګانو د بانګونو غږونه اوریدل کیدل. ځینې خلکو لا وار دمخه کورونه د کار په نیت پریښې و. چا لاس ګاډی مخې ته کړی و، څوک په خره سپور کار ته روان و او چا بوجئ شاته اچولې وه. صدر الدین چې د خپل کور ټیټه د لرګیو دروازه چې دوه درې ځایه په ټیمانو رغول شوې وه پرانیسته، زرلښته د سپیره انګړ په یوه خوا کې د اوبو له ډنډوکي نه آخوا د دیوال تر څنګ نغري ته ناسته وه. یوې ډډې ته يې جمال د خپلې مور څپلقې په پښو ناست و او بلې ډډې ته یې
اوږئ پښې لوڅې او بې پرتوګه ناسته وه. جمال د خپلې مور پيښې کولې او له هغې سره یې سم نغري کې یو يو پوکې کوو، د دروازې د پرانیستیدو د غږ له اوریدو سره یې سم له خولې ووتل «اخ، بابا راغې!» اوسم د واره يې د خپل نیکه په لور منډه کړه. ببرسرې اوږئ هم د جمال پسې د خپل نیکه په لور مندې کړې. زرلښتې خپل زړوکې سم کړ او خپل خسر ته يې ستړي مشی ورکړه، «ستړی مشې کاکا»
صدرلدین جواب ورکړ، «خداي دې وبښه لورې. شورنخود څنګه دي پخیدو ته نیږدې شوي دي او
کنه؟»
«هوکې، دادې بس په یو څو دقیقو کې تیاریږ. چاي هم تیار دې، تر څو چې تاسې چاې څکئ او بیا ته جمال
ښوونځي ته رسوې دا به سوړ هم وی.»
په دې وخت کې چې جمال خپل نیکه ته رسیدلی و او د لمنې نه يې کلک نیولې
و، صدرالدین ورټیټ شو او په غیږ کې یې جګ کړ. د جمال د شونډو ډډې ټيټې وې، وچورلې یې تریو و او له نازه ډک غږ باندې
یې خپل نیکه ته وویل «بابا تا ویلي و چې د انارو جوس در ته اخلم، اوس يې واخله راته کنه!»
صدرالدین په
هغه خاص ټیټ غږ چې یواځې زاړه خلک يې باسي وخندل، «هه، هه، هه!» چې له خندا نه يې ډیر ورته والی ټوخي ته درلود او
ویې ویل، «ته ډیر شیطان یې، ستا هیڅ هم نه هیریږي.» په تندي یې ښکل کړ،«سمه ده د ښوونځې په لاره کې به یې درته واخلم. زه اوس ته لاړ شه ډوډئ وخوره!» او جمال یې په مځکه د خپلې خور اوږئ تر څنګ ودرو.
زرلښتې د نغري څنګ ته
د صدرالدین د کوټې د کڼکئ مخکې یو فرش، چې د دوه زړو فرشونو له ګنډل شوو چنډونه جوړ و او یو څو پیوندونه یې په ډډو
او منځ کې ښکاره کیدل واچو او په سر یې ورته یو وړوکې پلاستکي دسترخان واچو. صدرالدین او ماشومان تری تاو
کښیناستل او بیا زرلښتې یویو شیشیي ګلاس او یوه یوه چنډه ډوډئ د ټولو په مخکې کیښودل. په لوګو تور شوي چاینک سره په یوه سرخلاصې لوښي کې د دسترخان سرته بوره هم راغله خو یواځې جمال او اوږئ یې په خپلو پیالوکې د اچولو جرات
وکړ. صدرالدین له ماشومانو سره تریخ چاي او سړه ډوډئ وخوړله او زرلښتې همدا شیان د نغري تر څنګ وخوړل. ډوډئ
وخوړل شوه او جمال د ښونځي تګ لپاره تیار شو. له پرتوګ پر ځاي يې له هماغه کمیس سره پتلون واغوست او په هغه خلته
کې چې موريې ورته ګنډلې وه د خپل ښوونځي کتابونه شاته واچول او خپل نیکه ته یې په داسې لهجه وویل «زه دادې تیار شوم!» لکه ورته وچې وايې «راځه دادې اوس نو د انارو جوس راته واخله!» نیکه یې ورته موسکې شو.
صدرالدین خپلې کلوشې په پښو کړې، خپل لمسې یې له لاسه ونیو او له کورنه ووتو. اوږئ ورپسې د انګړ ور پورې کړ. د کوڅې په
فضا کې نری ګرد څرخیدو. د دوئ له راوتو نه مخکې کوم موټر په کوڅه کې تیر شوې و. دوئ د سړک په لور روان وو چې د کوڅې
په بل ګوډ یو ټرک را واوښت. د غږ په اوریدو سره یې صدرالدین ور وکتل، په شګو بار لارئ په کنډ و کپر کوڅه کې داسې را روانه وه تا به ویل چې هر شیبه يې د ویلونو د ماتیدو امکان شته. ښي خواته يې له دودرو نه تور پیړ لوګې را وتو او
د ګردونو په هغه وریځو کې چې د لارئ له ټایرونو سره له مځکې را پورته کیدې داسې ګډیدو لکه په شودو کې چې تور رنګ ورګډ کړې. صدرالدین ژر وویل «پوزه بنده کړه!» او لارئ ددوئ له څنګه په غړمبار تیره شوه او شاته يې کوڅه په ګردونو
کې غرقه پریښوله.
صدرالدین او جمال په یو دوه خامه کوڅو کې تاو را تاو شول او بیا پاخه سړک ته ورسیدل. د
پاخه سړک دواړو خواوته وړې موټرې، بسونه، او ټرکونه لیکه ورو ورو روان وو او کله به ودریدل. ځینی مامورین په درویشي ګانو کې او ځیني افسران په یونیفورمونو کې د خپل دفترونو په لور د بایسکیلونو پر سر د سړک ډډوکې روان وو. ډلې
ډلې واړه او لږ لوې ماشومان هلکان او انجونې له خپلو بکسونو او دسکولونو سره د ښوونځیو په لور روان وو.
خو
جمال په دې وخت کې نه څه لیدل او نه يې څه اوریدل، حتې دې ته یې هم پام نه و چې ښوونځې ته روان دې، ځکه چې اوس د هغې د ذهن د کائناتو فضا یواځې د انارو د جوسو په سوچونو ډکه شوې وه. له ځان سره مسکې و او له هر ګام سره يې د خپل نیکه لاس
ته ټالئ ورکوله. چې څومره ښوونځي ته نیږدې کیدل، همدومره د سړک دواړو غاړو ته د خلکو ګڼه ګوڼه او د سړک پر سر
د موټرو بیروبار زیاتیدو. د ښوونځي مخ ته ورسیدل خو لا د سړک نه اووښتي نه وو چې جمال یو وار بیا په داسې غږ لکه
ډاریدلې چې وي چې نیکه به یې خپله وعده تر سره نکړي وویل، «دادې ښوونځي ته هم ورسیدو، نو څه وخت اخلې راته
جوس؟»
صدرالدین خپل یو لاس چې اوزګار و د خپل واسکټ جوب کې ښخ کړ او هغه پیسې چې هغې د خپلو دواګانو لپاره
بیلې کړې وې لمس کړې او ځان يې ډاډه کړ چې شته دي. له سړک نه نیږدې پنځوس متره لیرې یو دوکان و. صدر الدین جمال ته
وویل، «ته همدلته اودریږه زه ژر بیرته راځم.» مخکې له دې چې ولاړ شي شا اوخوا ته يې نظر واچو. له هرې خوا ماشومان
ډلې، ډلې په دې لور راروان وو، خو د صدرالدین نظر د سړک پر سر د ګڼو موټرو په منځ کې په یوه امریکاېې موټر ونښت. وډارید او جمال ته يې وویل، «د سړک نه لږ دې خوا ودریږه.» بیا يې نظر ها خوا دې خوا واچو او جمال ته يې وویل، «ته هم
دلته ودریږه، زه ځم او بیرته ژر راځم.»
جمال په له مسکا ډکه خوله وویل، «ښه!»
صدرالدین
د دوکان په لور ولاړ.
د سړک پر سر له امریکايې موټر له پرانیستي چت نه یو امریکايې چې زیړې نظامي جامې يې پر
ځان وې، د جامو په څیر په زیړه ټوټه کې پوښ فولادي خولئ يې پر سر وه، په یوه لاس یې د موټر پر چت نسب شوی تور لوې
ټوپک نیولې و او په بل لاس یې د خوا او شا موټرو ته اشارې کولې چې ور نیږدې نه شي. ډاریده چې له موټر نه يې په چاپیره
موټرو کې د کوم ځان وژونکې موټر نه وي. خو د هغه موټرو چلوونکي چې په دې د موټرو په سیلاب کې د امریکایانو د موټر
تر څنګ نښتې وې هغوئ هم د امریکايې په څیر په خپل ځان ډاریدل. په دې موټرو کې د امریکانو له موټر نه دوه موټره لیرې
په یوه جګري موټر کې یو ځوان هلک چې عمر یې لا شلو ته نه و رسیدلې، ژورې شنې ستګې يې د دنګې پوزې دوو خواوته ځلیدي او
نرئ ږیره يې درلوده، ناست و او هیڅ نه و ډاریدلی. نظر يې د امریکایانو په موټر نښتې و، او زړه يې کیدو چې د هغه م
وټرو چې د دې او د امریکایانو د موټر په منځ کې وې له سره والوځي او ځان د امریکایانو د موټر پر سر واچوي. د امریکایانو موټر لا د جمال څنګ ته نه و رسیدلې چې د جګري موټر او د امریکایانو د موټر له منځه یو موټر ووت، او بیا
چې کله د امریکایانو موټر بلکل د جمال څنګ ته ورسید، دوهم موټر هم ددوې له منځه ووت. سم د واره جګري موټر د امریکایانو د موټر په لور داسې منډه کړه لکه ریښتیا چې پري ټوپ کړي. دې حرکت امریکايي عسکر ته یواځې د یوې ډزې وار ورکړ، چې د هغې غږ هم لا چا اوریدلې نه چې شاوخوا ټول غوږونه سترګې او ماغذه له کاره پریوتل. داسې یوه چاودنه وشوه
لکه له اسمان نه چې تندر را پریوځي.
چاچې له لیرې ځایو چاودنه ولیده، داسې ورته ښکاره شوه لکه یوه لویه
بریښنا چې وشي او ورسره سم د تورو لوخړو یو غر له مځکې پورته شي. د چاودندې له ځایه ډیر لیرې کڼکئ ګانې، حتی دروازی ماتي شوې او نیږدي سل متره لیرې، له چاوندې څخه پنځلس، شل ثانیې وروسته د یوه کور په بام د یوه ځلمي سر وغورزید چې دنګه پوزه يې درلوده او ژورې شنې سترګې یې پرانیستې وې. د چاودنې پر ځاې کې د لوګو او ګرد دومره پیړه لوخوړه
خپره وه چې که په دې مهال په دې ځاې کې څوک ژوندې هم واې او عصابو يې لا تر اوسه کار هم کولاې، نو بیا به هم ورته هیڅ
نه ښکاریدل. خو ورو، ورو لوخوړه خپره شوه، او د چاوندې ځاې ورو، ورو څرګند شو. په کوم ځاې کې چې جګري موټر د امریکایانو له موټر سره جنګیدلې و، د دري مترو په اندازه سرک ګرد تقریباً نیم متر په مځکه ننوتې و. او په منځ کې يې د
وسپنې یو تور غونډاری پروت و چې یوه نرئ زیړه لمبه او تور لوګې ترې پورته کیده. دا همغه جګري موټر و. د امریکایانو موټر له دې ځايه نیږدی لس متره هاخوا نسکور د سړک ډډې ته پروت و او دهغې امریکايې عسکر نیمه تنه د موټر
نه هم یو څومتره لیري پرته وه.
د چاودنې په مهال صدرالدین دوکان ته نیږدې شوې و، چاودنې له ځایه یو متر
هاخوا غورځولی و او بیا يې تولولی و. اوس په مځکه پر ملا پروت و، لاسونه او پښې يې خواره وره وو او خوله يې پرانیستې وه. کمزورې زړه يې له دې قیامته ژوندې تیر شوې و، او سا يې هم چلیده. په همدې شیبه يې سترګې پرانیستل شوې، آسمان ته يې کتل خو سم د واره يې ونه پیژندو. په مغذو کې يې مسلسل داسې آواز و له د کوم لوې سیند تر څنګ چې پروت وي.
دوه درې ثانیې یې هڅه کوله چې پوه شې چې چيرې دې، بیا يې ناڅاپه سر پورته کړ او د سړک په لور يې وکتل. یو د بل پر سر پرتو مړټرو او د ماشومانو او لویانو بیشماره مړو چې هرې خواته پراته وو، سم د واره ور پیاد کړل چې څه شوي دي. لاسونه او پښې يې داسې ولرزیدل تا به ویل چې کوم قوي سړي له اوږو نه نیولې او خوزوي یې. په خپل ټول قوت ناڅاپه له
ځایه پاڅید او چیغې یې کړې «جماله! جمال جانه بچې! جماله!» او د سړک په لور يې منډې کړې. درې ګامه لا تللې نه و چې بیرته را وغورځید. وار ختايې دومره نیولې و چې په خپل داسې بیوسه غورځیدو د خفګان پر ځاې قهر ورغې او د خولې نه يې داسې
کوکه ووته چې د قهر تریخوالې او د ژړا بیوسي پکې کډ وو. له ځایه په پاڅیدو بریالې نشو، په خاپوړو تر یوه ځایه ولاړ
او بیا له ځایه پاڅید، بیا وغورځید او بیا پاڅید. پدې شان يې ځان د سړک سر ته ورسو. د یوه ماشوم بې سره تنه يې ولیده، ژر ور ټیټ شو او له ګریوانه یې په دواړو لاسو داسې ټینګ ونیو لکه جنګ چې یې ورسره وې. په لړزانده غږ يې پری
ورو غږ وکړ لکه خبرې چې ورسره کوي، «جماله!» بیا يې تنې ته کښته پورته وکتل. د ماشوم د څپلقو پر ځاې بوټان په پښو
وو. بیرته يې خوشې کړ.
هرې خواته د خداې نازولي بنده ګان، د میندو او پلرونو د زړونو سرونه نیم او نیم
ګړي په خپلو وینو کې لیت پیت پراته وو. هغه نیکه چې د خپل لمسې د ګوتې له وینې کیدو سره له سترګو اوښکې تلې اوس
له مځکې نه سرونه، لاسونه او پښې را پورته کولې چې جمال جان پیدا کړي.
پدی مهال کې خارجي عسکران د
پیښې ځاې ته را ورسیدل او ټول ځاي يې محاصره کړ. د مړو او زخمیانو په ټولولو او موټرو ته اچولو پیل وکړ. یوه عسکر
چې صدرالدین ولید چې پر مځکه ناست دې فکر يې وکړ چې هغه هم ټپي شوې دې. یو بل عسکر ته يې اشاره وکړه او دواړو صدرالدین له وږو ونیواو وچت يې کړ. صدر الدین هڅه وکړه چې ځان ترې خلاص کړې خو دهغې زاړه اندامونه د عسکرو په ځواکمنو
منګولو کې بیوسه وو. یوه ته يې مخ واړو او چیغې کړې، «پریمیږدئ! چرته مو روان کړی یم! په ما څه شوي دي؟ زخو رک روغ
یم خپل بچی لتوم!» بیا یې خپلې اوږې په څومره وسه چې کیدله وښوځولې چې ځان ترې خلاص کړي او بیا یې چیغې کړې، «درته
وایم پریمیږدئ! ولې مې نه پریږدئ چې خپل بچې پیدا کړم؟» خو چې کله یې موټر ته نیږدې کړ او نورپوه شو چې موټر کې یې
اچوي او دا هیڅ هم نشي کولې نو په زړا شو، «که جمال جان بچې مې ورک شي نو زه به يې مور ته څه ځواب ورکوم چې ځوئ مې ورته څه کو؟ ولې مو زړه نه خوږیږی راباندې؟ ولې دومره ظلم کوئ؟»
صدرالدین يې موټر ته چې مړي او زخمیان
پکې پراته وو واچو او دروازه يې پورې کړه. موټر چې حرکت وکړ صدرالدین لا شیشه په سوکانو وهله او ژړل يې.
لکه څرنګ چې مو د کيسې په پیل کې وویل، د دې چاودنې غږ د هوسئ کور ته هم ورسید. د غږ له اوریدو سره هوسئ د
یخچال دروازه بیرته پورې کړه او د سندرې زمزمه یې بنده کړه. وریځې یې سره راټولې شوې او له کڼکئ نه بهر یې نظر واچو.
د غږ د ټکان له کبله مرغان د ونو له ښاخونو پورته شوي وو، لنډ غوندې په هوا کې والوتل او بیرته کیناستل. هوسئ له
ځانه سره وپسیده، «لکچې بله چاودنه وشوه.» یوه شیبه یې همدا راز کتلو ته ادامه ورکړه، او بیا یې بیرته اوچورلې
صاف شو، د سندرې زمزمه يې له سره راونیوله او له یخچال نه ېې ځان ته اوبه واچولې. اوبه يې چې وڅکلې د پخليځاې نه بهر د
آيينې مخکې بیا پښه نیولې شوه، ځان ته يې وکتل او ولاړله.
پای
خالد صافی
اسلو، ناروې
اګست، ۲۰۰۸